د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالله: قطر کې له طالبانو سره په مذاکراتو خبر نه یم


اجرائیه رئیس عبدالله په کابل کې تیره اونۍ سعودي عربستان ته د خپل سفر په هکله خبریالانو سره خبرې کولی.
اجرائیه رئیس عبدالله په کابل کې تیره اونۍ سعودي عربستان ته د خپل سفر په هکله خبریالانو سره خبرې کولی.

د افغانستان اجرائیه رئیس، چې نن یې عربستان ته د خپل سفر په اړه معلومات ورکول، په قطر کې د افغان حکومت او د طالبانو د استازو پر تماسونو بې‌ خبري وښوده، خو ویې ویل چې عربستان د افغانستان د سولې په بهیر کې مهم رول لري.

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د یکشنبې په ورځ د خبري کنفرانس پر مهال د یوې پوښتنې په ځواب کې، چې تاسې په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو تماسونو ته څومره خوشبیني لرئ؟ وویل، په دې اړه معلومات نه لري.

ښاغلي عبدالله وویل "په دوحه کې د تماسونو په اړه هغه څه چې په رپوټونو کې راغلي، زه خبر نه یم، له همدې امله نه غواړم چې په اړه یې خبرې وکړم".

د افغانستان اجرائیه رئیس په داسې حال کې د قطر په پلازمینې دوحه کې د افغان حکومت او د طالبانو ترمنځ پر تماسونو بې‌خبري ښیي، چې د روان کال په ستمبر او اکتوبر میاشتو کې د افغانستان د ملي امنیت رئیس معصوم ستانکزي او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو په تړاو رپوټونه ورکړل شوي دي.

د افغانستان جمهوري ریاست او د اجرائیه رئیس یو سلاکار تائید کړې ده، چې له افغان حکومت سره د طالبانو لوړ پوړو چارواکو اړیکې نیولي او د سولې د خبرو د پیل لپاره یې لیوالتیا ښودلې ده.

د سولې په بهیر کې د عربستان رول

همدا شان اجرائیه رئیس وویل، د سعودي عربستان له چارواکو سره د لیدو پر مهال، دغه هیواد په امنیتي، اقتصادي او په ځانګړې توګه د افغانستان د سولې په بهیر کې د همکاریو اعلان کړی دی.

د ښاغلي عبدالله پر وینا، عربستان کولی شي چې د افغانستان د سولې په بهیر کې د سیمې په کچه مهم رول ولوبوي.

سعودي عربستان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې پر پاکستان او یو شمیر نورو اسلامي هیوادونو د پام وړ اغیزه لري.

که څه هم د افغانستان اجرائیه رئیس په دې خبري غونډه کې د کوم هیواد نوم وانخیست خو ویې ویل "سعودي عربستان پر هغه هیواد باندې اغیزې لري، چې هغه پر طالبانو باندې مستقیم اغیز لري، دا یوه ډیره روښانه مسله ده".

ښاغلي عبدالله د تروریزم پر وړاندې د سعودي عربستان د علماو د عالي شورا فتوا ته په اشارې وویل، دغه هیواد پخوا هم د سولې په تړاو او د تروریزم د له منځه وړلو په برخه کې فعالیتونه ترسره کړي دي.

نوموړي د داعش ډله د افغانستان او عربستان لپاره د یو ګډ ګواښ په توګه یاد کړ او ویې ویل " د دغه ګواښ په اړه د نظر نږدوالی موجود دی، موږ په دې اړه خبرې وکړې، چې ډیره مرسته یې هم وکړه".

ټاکل شوې، چې د اسلامي نړۍ د لویو عالمانو په ګډون په سعودي عربستان کې د سولې او اعتدال تر نوم لاندې یو کنفرانس جوړ شي، چې د اجرائیه رئیس په باور دغه کنفرانس به په سیمه کې د سولې په ټینګښت کې مرسته وکړي.

د سعودي عربستان چارواکو له افغان پلاوي سره په لیدنه کې ژمنه کړې، چې د افغانستان له غوښتنو سره سم به له دغه هیواد سره مرستې وکړي.

XS
SM
MD
LG