د لاس رسي وړ اتصالات

اجرائیه رئیس: حزب تحریر یو تروریستي ګوند دی


اجرائیه رئیس عبدالله نن د وزیرانو د شورا د غونډې د پیل دمخه د خبریالانو پر وړاندې خبرې کولې
اجرائیه رئیس عبدالله نن د وزیرانو د شورا د غونډې د پیل دمخه د خبریالانو پر وړاندې خبرې کولې

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په افغانستان کې د حزب تحریر په نوم یوې ډلې په فعالیتونو اندیښنه ښودلې او ویلي دي چې دا ډله ځوانان تروریستي فعالیتونوکې ګډون ته هڅوي.

د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ د وزیرانو د شورا د غونډې د پیل وړاندې د حزب تحریر د ډلې په فعالیتونو اندیښنه وښودله وې ویل چې افغان امنیتي ځواکونو د دغې ډلې د فعالیتونو د مخنیوي په برخه کې ډیره پاملرنه نه ده کړې.

ښاغلي عبدالله وویل "د تحریر د حزب په نوم یو سازمان ډیر فعالیتونه لري په اکاډومیک چاپیریال کې او په ټولنه کې او هم د ځوانانو په منځ کې فعال دی، په حقیقت کې دا ډله د تروریستي ډلو یوه غیر رسمي او ملکي څانګه ده، چې ځوان نسل او خلک تروریستي فعالیتونو کې ګډون ته هڅوي او دا فعالیتونه په پراخه کچه ترسره شوي دي ".

د افغانستان اجرائیه رئیس وویل چې که څه هم افغان امنیتي ادارو د دغې ډلې فعالیتونه له نظره نه دي غورځولي خو هغه وویل چې دغو ادارو د حزب تحریر ډلې فعالیتونو ته ډیره پاملرنه هم نه ده کړې.

اجرائیه رئیس وویل چې د افغانستان د اساسي قانون له مخې سیاسي ګوندونه کولی شي چې په ازاده توګه فعالیت وکړي خو هغه وویل چې هغو ډلو ته چې دیموکراسۍ له فضا څخه د هیواد د ناامنه کولو لپاره کاراخلي او تروریستي اهداف لري باید اجازه ورنه کړل شي.

د تحریر ګوند په افغانستان کې څرګند فعالیت نه لري خو ددغې ډلې له خوا وخت په وخت د یو لړ مسلو په هکله په دري، پښتو، عربي او انګلیسي ژبو رسنیو ته اعلامیې استول کیږي چې ددغې ډلې د افراطي نظریاتو ښکاروندي کوي.

همداشان دا ډله په دغو ژبو یوه خبرنامه هم خپروي چې په کې د دغې ډلې نظریات د افراطي ډلو په څیر انعکاس مومي.

څه موده وړاندې افغان امنیتي ادارو خبریالانو سره په خبرو کې ویلي وو چې د حزب تحریر ډله په افغانستان کې په پوځي فعالیتونو کې ښکیله نه ده.

تراوسه لا دغې ډلې د افغانستان د اجرائیه د دغو څرکندونو کې په باب څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG