د لاس رسي وړ اتصالات

۹۰۰ افغان پوځيان تیره میاشت "شهید" شول - نیکولسن


د افغانستان د دفاع وزارت ویلي دي چې افغان سرتیري په ١٥ ولایتونو کې د وسله والو مخالفینو پر وړاندې په جگړه بوخت دي
د افغانستان د دفاع وزارت ویلي دي چې افغان سرتیري په ١٥ ولایتونو کې د وسله والو مخالفینو پر وړاندې په جگړه بوخت دي

په افغانستان کې د ناتو عمومي قوماندان جان نیکولسن، وایي یوازې د جولای په میاشت کې د افغانستان د اردو او پولیسو له نهو سوو څخه زیات منسوبین د طالب یاغیانو په وړاندې په جگړه کې وژل شوي دي.

د ناټو په مشرۍ د قاطع ماموریت د قوماندان د شمیرونو له مخې په تیره عیسوي میاشت کې هره ورځ تر ۳۰ پورې د افغان امنیتي ځواکونو منسوبین په جګړه کې وژل شوي دي.

جنرال جان نیکلسن نن د چهار شنبې په ورځ د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت او د اروپایي ټولنې له خوا د ملي پولیسو د راتلوونکي په باب د کورنیو چارو په وزارت کې د یو دوه ورځیني کنفرانس وروستۍ غونډې ته په وینا کې د افغان حکومت د وسله والو مخالفانو پر وړاندې د افغان امنیتي ځواکونو سرښیدنې وستایلې او د کنفرانس له ګډونوالو یې وغوښتل چې د هغوی قربانۍ هیڅکله له پامه ونه غورځوي.

جنرال نیکولسن وویل " د نننۍ غونډې په سر کې زه هیله لرم چې د ډيرو هغو زړورو پولیسو او عسکرو یادونه وشي چې د دغه هیواد څخه د ملاتړ لپاره یې خپل ځانونه قربان کړي دي،یوازې تیره شپه د هغوی زیات شمیر وژل شوي دي. په حقیقت کې د جولای په میاشت تر نهو سوو زیات افغان عسکر او پولیس وژل شوي وو، چې شمیر یې د یوې لیوا منسوبینو ته نږدې دی. لازمه ده چې مونږ د هغوی قربانۍ له پامه ونه غورځوو ".

په دې ترڅ کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت پرته له دې چې ځانګړي شمیرې وړاندې کړي په روان شمسي کال کې د پولیسو د مرگ ژوبلې د راټیټیدو خبر ورکړی دی.

د افغانستان امنیتي ادارې په ندرت د افغان امنیتي ځواکونو د مرگ ژوبلې شمیرې له رسنیو سره شریکوي.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش د امریکا غږ ته وویل چې د پولیسو په عملیاتو کې د ٣٠ فیصده زیاتوالي سره سره د تیر کال کال په پرتله د هغوی مرگ ژوبله لس فیصده راټیټه شوې ده.

له بلې خوا د افغانستان د دفاع وزارت ویلي دي چې افغان سرتیري په ١٥ ولایتونو کې د وسله والو مخالفینو پر وړاندې په جگړه بوخت دي.

ددې سره جوخت د افغانستان د ملي وحدت د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله ویلي دي چې هیواد یې د داسې دښمن سره مخامخ دی چې په سوله او خبرو باور نه لري.

ښاغلي عبدالله چې د کورنیو چارو په وزارت کې د پولیسو دوه ورځني کنفرانس ته خبرې کولې وویل " متاسفانه له داسې دښمن سره مخامخ یو، چې په سوله باور نه لري، په خبرو باور نه لري، د مذاکراتو له لارې د قضیې حل ته باور نه لري، که همدا دریځ حاکم وي او تر هغه چې دښمن مو ملاتړی ولري، متاسفانه په افغانستان کې به ناامني دوام ولري". هغه وویل روانه جګړه د تیارې او رڼا جګړه ده.

د ځینو څېړونکو په ويناء د ملي یووالي حکومت په لومړیو کې د سولې د مذاکراتو لړۍ او هڅې په خورا تیزۍ سره پيل کړې، خو د څلور اړخیزو ناستو له ناکامیو وروسته اوس د ملي یووالي د حکومت توجه جګړې ده.

اجرائیه رئیس دا هم وویل چې د پولیسو په لیکو کې ستونزې شته او اصلاحات لا هم سم ندي عملي شوي. هغه وویل کومې هڅې چې د پولیسو د سمون لپاره شوي کافي ندي.

په دغه کنفرانس کې افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې سفیر او د افغانستان د کورنیو چارو وزارت پخواني وزیر علي احمد جلالي هم ویناوي وکړي.

په پام کې ده، چې د سږني میلادي کال په پای کې د اروپايي اتحادیې د پولیسو ماموریت په افغانستان کې پای ته ورسیږي، اجرائيه رئيس او جنرال نیکولسن دواړو ددغه ماموریت د غځېدو او دوام غوښتنه وکړه.

XS
SM
MD
LG