د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالله: اجرائیه ریاست د چا ډالۍ نده


CEO Abdullah Abdulla
CEO Abdullah Abdulla

د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د خپل حکومتي موقف نه په کلکې ننګې ویلي چې د اجرائیه ریاست څوکۍ "خیالي او تشریفاتي نده" او نه هم د چا یا کومې ډلې لخوا ورته په ډالۍ ورکړل شوې ده.

عبدالله عبدالله وویل، د اجرائیه ریاست چوکۍ د ملي یووالي حکومت په جوړښت کې یو منل شوی موقف دی او له خپلو واکونو څخه به پوره ګټه واخلي.

ښاغلي عبدالله وویل "د ملي یو والي په حکومت کې موږ خپله خبره لرو، خپل غږ لرو او خپل ځای لرو او له دې ځای څخه د افغانستان د خلکود عزت لپاره، د حق لپاره، د کرامت لپاره، او د افغانستان د خلکو د ارمانونو د پوره کولو لپاره ګټه اخلو".

سوله او بشري حقونه

دغه راز، عبدالله عبدالله ډاډ ورکړ چې د ملي یووالي حکومت د بشري حقونو خوندیتوب ته ژمن دی او په دې برخه کې به خپلې هڅې و نه سپموي.

ښاغلي عبدالله په افغانستان کې د بشري حقونو په وړاندې د پراخو ننګونو د شتون یادونه وکړه خو و یې ویل، حکومت اړ دې چې دغه ننګونې له مخې پورته کړي.

په همدې توګه هغه وویل چې د بشري حقونو له خوندیتوب او د عدالت له پلي کولو پرته افغانستان ته تل پاتې سوله راتلای نشي.

"موږ دې پایلې ته رسیدلي یو چې د افغانستان د خلکو د بشري حقونو له خوندیتوب پرته او د عدالت له ټینګولو پرته، افغانستان سولې ته رسیدلی نشي."

ښاغلي عبدالله وویل د سولې په راوستلو کې هڅه کوي خو د تیرو څوارلسو کلونو لاسته راوړنې به هم خوندي وساتي او پر سر به یې هیچا ته د معاملې اجازه ورنکړي.

هغه وویل "سوله به د یو خوب په څیر وي که موږ فکر وکړو چې راځئ د خلکو حقونه د لاسته راوړنو یوه برخه ده او له هغو به تیر شو او اوس یو سیاسي مجال پيدا شوی او موږ له دې سیاسي مجال څخه په ګټې اخیستنې سولې ته رسیږو، دا به یو خوب او خیال وي."

دغه راز، د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون مشرې سیما سمر هم ټینګار وکړ چې د سیاسي اهدافو لپاره دې عدالت او بشري حقونه قُرباني نشي.

میرمن سمر د سولې په بهیر کې ښځو ته د کمې ونډې پر ورکولوهم نیوکه وکړه او له حکومت څخه یې وغوښتل چې د سولې د بهیر د شفافیت په اړه او په ځانګړي ډول په دغه بهیر کې د ښځو د ونډې په باب خلکو ته ډاډ ورکړي.

"که چیرې افغان ولس د سولې له بهیر څخه ملاتړ ونکړي او ورته د شک په سترګه وګوري، ښايي موږ یوه ستونزه یا شخړه لرې کړو خو ښايي بله شخړه جوړه شي، موږ په همدې خاطر تمه کوو چې حکومت دې د سولې په بهیر کې د خلکو د غوڅ اکثریت ملاتړ ترلاسه کړي، سره له دې چې جګړه د نارینه وو کار دی او یو نارینه عمل دی، خو ښځې باید د سولې په خبرو کې ګډون ولري او ګډون یې باید پراخ او د پام وړ وي."

په همدې توګه میرمن سمر وویل که څه هم د تیر په پرتله د بشري حقونو حقونو وضعیت په افغانستان کې ښه والی موندلی خو زیاته یې کړه چې اوس هم په دې برخه کې جدي ستونزې شته دي.

هغې په کابل کې د فرخندې وژنې او په زابل ولایت کې د یو دیرشو مسافرو برمته کولو ته په نغوتې وویل، د بشري حقونو په برخه کې د افغانستان لاسته راوړنې کمزورې او ژر ماتیدونکې دي.

دغه راز میرمن سمر وویل، لا هم په بې رحمې سره په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی دوام لري چې د بشري حقونو کمیسیون یې اندیښمن کړی دی.

د حکومت اجرائیه رئیس هم مني چې د بشري حقونو په برخه کې په تیرو اوو میاشتو کې د خپل حکومت له کړنو راضي نه دي، په دې موده کې یې فُرصتونه له لاسه ورکړي دي او پر یو شمیر پېښو سترګې پټې شوي دي.

خو عبدالله عبدالله ډاډ څرګند کړ چې بشري حقونو خوندیتوب ته به د حکومت په لومړیتوبونو کې ځای ورکړي.

XS
SM
MD
LG