د لاس رسي وړ اتصالات

اجرائیه رئیس: د مجاهد ځپلو فکر اصلا نشته


 عبدالله عبدالله نن د وزیرانو د شورا په غونډه کې خبرې کولې
عبدالله عبدالله نن د وزیرانو د شورا په غونډه کې خبرې کولې

د ملي یووالي د حکومت اجرائیه رئيس عبدالله عبدالله نن د وزیرانو د شورا په غونډه کې وویل د مجاهد او یا د جهادي ارزښتونو د ځپلو فکر اصلا وجود نه لري.

ښاغلي عبدالله چې نن د وزیرانو د شورا په غونډه کې خبرې کولې، وویل د مجاهد ځپلو فکر څوک نه لري او که شته هم یو څه محدود کسان به پدې فکر کې وي، چې په ویناء یې هیڅ ځای نه نیسي.

تېره ورځ د دلوې په شپږویشتمه چې د پخواني شوروي اتحاد د عساکرو د وتلو ورځ وه، د جهادي رهبرانو له خوا په نمانځنغونډه کې وویل شول چې د جهادي ارزښتونو د کم ښوول هڅې کیږي، او مجاهدین د سیاست له صحنې ویستل کیږي.

د ملي یووالي د حکومت اجرائيه رئيس عبدالله ددغو خبرو په غبرګون کې وویل دا ناسمه ده که یو څوک وزیر یا رئيس وي نو جهادي ارزښتونه خوندي دي او که نه وي، نو جهادي ارزښتونه پایمال شوي دي.

هغه وویل زه پدې مفکوره هم معتقد نه یم، که زه وزیر وم، یا زه رئیس وم، د جهاد قدر شوی دی، که نه وم نو ستونزې دي.

اجرائيه رئيس وویل هغه شخص او ډلې چې د افغانستان شته ستونزې لږې ګڼي او په یو سلسله کړنو لاس پورې کوي، نو دا کړنې به یې ښه عواقب و نه لري.

ښاغلي عبدالله وویل ‪"‬زمونږ د ملک ستونزې هم لږې ندي، هرڅوک او هره ډله چې مشکلات لږ ګڼي، او د افغانستان له اړتیا پرته په یو لړ اقداماتو لاس پورې کړي، طبعا پوهیږو چې بد عواقب به ولري، زمونږ مشران د افغانستان د نن او سبا د ښووالي لپاره یو ځای د ستونزو اواري ته کار کوي.‪"‬

هغه وویل د ملي یووالي حکومت د ملت ټولو ارزښتونو ته متعهد دی، له رسنیو داسې پیغام چې تحریف شوی وو، ورکړل شوی وو، چې ګواکې جهاد نور ارزښت نه لري، په داسې حال کې چې دا پیغام اصلاح شوی وو، خو بیا مو هم واورېدل چې ځینې مجاهدین پرې خفه شوي وو.

ښاغلي عبدالله وویل د افغانستان د خلکو قرباني هیڅکله کمه نه ښودل کیږي.

تېره ورځ د لویې جرګې په خیمه کې د شوروي اتحاد د عساکرو د وتلو د ورځې د نمانځنې په غونډه کې جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف له سیاست د مجاهدینو ویستل ناسم کار وګاڼه، وې ویل چې ژر به مجاهدین د یوه چتر لاندې راغونډ شي او دریځونه به یې د یوه ادرس نه بیانیږي.

که څه هم دا نده معلومه چې ایا پخواني مجاهدین د اوسني نظام په وړاندې د اپوزیسیون د جوړولو په لټه کې دي او کنه.

د وزیرانو شورا

له ولسي جرګې د اتو وزیرانو د باور د رایې د اخېستنې وروسته دا لومړی ځل دی چې د وزیرانو شورا ناسته کوي، پدغه ناسته کې اجرائيه رئيس وویل ناامني د افغانستان په ګوټ ګوټ کې مخ په زیاتېدو ده او د ملي یووالي حکومت هڅه کوي، ترڅو امنیت تامین کړي.

د وزیرانو شورا پدغه ناسته کې دا هم وویل شول چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د ستونزو د اوارې په موخه به یو پلاوی دغه هیواد ته واستوي.

بل لورته اجرائيه رئيس وویل ژر به د کابینې پاتې وزیران ولسي جرګې ته د باور د رایې د اخېستو لپاره وپېژني، خو اجرائیه رئيس په څرګنده و نه ویل چې کله؟

د کابینې له اتو وزیرانو پرته په نورو وزارتونو کې لا هم سرپرستان دي او د سرپرستانو له خوا اداره کیږي.

XS
SM
MD
LG