د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالله:له آی اس آی سره تفاهم لیک، لاسلیک شوی نه دی


د افغانستان د حکومت اجرائیه رئيس عبدالله عبدالله وایي له آی اس آی سره تفاهم لیک یوازې په نښه شوی، او لاسیک شوی نه دی.
د افغانستان د حکومت اجرائیه رئيس عبدالله عبدالله وایي له آی اس آی سره تفاهم لیک یوازې په نښه شوی، او لاسیک شوی نه دی.

اجرائیه رئيس عبدالله عبدالله که څه هم له ای ایس ای سره په تفاهم لیک وروسته غبرګون ښيي، خو وايي دغه تفاهم لیک یوازې په نښه شوی و، ولې بیا یې هم پوښتنې راپورته کړې وې.

د ملي یووالي د حکومت اجرائیه رئيس عبدالله عبدالله چې نن له څو اونیو ځنډ را وروسته د وزیرانو شورا د ناستې مشري کوله وویل هیڅ کله به داسې تړون یا تفاهم لیک له هیڅ چا سره لاسلیک نه کړي، چې پکې د افغانستان ملي ګټې او یا هم ملي امنیت زیان وویني.

اجرائیه رئيس وویل په تېرو دوو اونیو کې د پاکستان له استخباراتي شبکې آی ایس آی سره د افغانستان د ملي امنیت د تفاهم لیک په سر خلکو ته اندېښنې پیدا شوې وې، خو ډاډ ورکوي، چې هیڅکله به داسې سند او یا هم تفاهم لیک لاسلیک نه کړي، چې ملي ګټې وګواښي.

اجرائيه رئيس وویل "له هر چا سره ښې اړېکې غواړي، په حساب او کتاب، ملي ګټې زمونږ لپاره لومړیتوب لري، زمونږ تعهد دی، چې د خلکو غوښتنو ته مسؤل واوسو".

اجرائيه رئيس عبدالله وویل له ټولو ګاونډیانو سره غواړي ښې اړېکې ولري، او ددغو ښو اړیکو غوښتنه د افغانستان خلک کوي.

د پاکستان له استخباراتي شبکې ای ایس ای سره د ملي امنیت د تفاهم لیک د لاسلیک مسئله له تېرو دوو اونیو راهېسې تر بحث لاندې ده.

ولسمشر غني د پارلمان غړو ته ویلي وو، چې پدغه تفاهم لیک به له سره غور وکړي، ارګ هم متفاوت دریځونه لرل، یو وار د ولسمشر پخواني ویاند وویل چې پدغه تړون کې هیڅ ځای کې دا ندي راغلي، چې د افغانستان د ملي امنیت کارکوونکي به آی ایس آی روزي، خو بیا وروسته ارګ وویل چې دا تفاهم لیک یوازې مسوده ده او لاسلیک شوی ندی.

د افغانستان پارلمان هم د ملي امنیت رئيس او د ملي امنیت سلاکار غوښتي وو، خو ملي امنیت سلاکار په افغانستان کې نه وو، د ملي امنیت رئیس ویلي وو چې دا تړون دی ندی لاسلیک کړی.

پدغه تفاهم لیک د ملي امنیت پخوانیو رئيسانو هم غبرګون ښودلی وو، خو د ملي امنیت د ریاست ویاند عبدالحسیب صدیقي ویلي وو، چې ورته تفاهم لیکونه په دوه زره او شپږم او دوه زره او نهم کې هم لاسلیک شوي وو.

پخواني ولسمشر حامد کرزي هم ددغه تفاهم لیک د باطله کېدو غوښتنه کړې و

XS
SM
MD
LG