د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالله: وسله‌وال طالبان پر سولې باور نه لري


عبدالله عبدالله وایي، وسله‌وال طالبان اصلن سولې ته ژمن نه دي او ورباندې باور نه لري.
عبدالله عبدالله وایي، وسله‌وال طالبان اصلن سولې ته ژمن نه دي او ورباندې باور نه لري.

د افغانستان اجرائيه ریاست د وسله‌والو طالبانو له خوا د 'منصوري' په نوم د پسرلني عملیاتو اعلان ته په اشارې وايي، چې دغه ډله سولې ته هیڅ لیوالتیا نه لري.

اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله چې د دوشنبې په ورځ یې د وزیرانو د شورا غونډې ته وینا کوله وویل، د طالبانو له خوا د عملیاتو اعلان د دې ښکارندويي کوي، چې دغه ډله سولې ته ژمنه نه ده او ورباندې باور نه لري.

هغه وویل "طالبان یو ځل بیا ښيي، چې اصلاً سولې ته ژمن نه دي او ورباندې باور نه لري او اصلاً په دې فکر کې نه دي، چې په دې برخه کې ګامونه پورته کړي."

وسله‌والو طالبانو تیره پنجشنبه د 'منصوري' په نوم د خپلو پسرلنیو عملیاتو د پیل اعلان وکړ.

د افغانستان دفاع وزارت د طالبانو دغه عملیات بې‌نتیجې بللي او ټینګار یې کړی، لکه څنګه چې دغه ډله په 'عمري' عملیاتو کې له ماتې سره مخ شوه، په روان کال کې به هم ماتې وخوري.

اجرائیه رئيس د وزیرانو شورا ته وویل، چې د دغو عملیاتو د اعلان په اړه یې د پاکستان له پارلماني پلاوي سره، چې د شنبې په ورځ کابل ته راغلی وو، خبرې کړې دي.

ښاغلي عبدالله وویل "دا یو له هغو مسلو څخه وه، چې موږ د پاکستان له پارلماني پلاوي سره ورباندې خبرې وکړې، کله چې له یو هیواد څخه د بل ګاونډي هیواد په وړاندې د عملیاتو د پیل اعلان کیږي، طبعاً ګاونډۍ هیواد تمه لري په ځانګړې توګه کله چې موږ د ښو اړیکو او ښه ګاونډیتوب خبرې کوو، موږ پر دې مسلې ټینګار وکړ."

د پاکستان د پارلمان یو ۱۷ کسیزه پلاوی، چې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د اړیکو د ښه کیدو لپاره د شنبې په ورځ کابل ته راغلی وو، د افغانستان د حکومت له مشرانو او د دغه هیواد د پارلمان له یو شمیر غړو سره یې لیده کاته وکړل.

اجرائيه رئیس عبدالله عبدالله وویل، له دغه پلاوي سره یې د لیدنې پر مهال هغوی ته ډاډ ورکړی، چې د افغانستان له خاورې به هیچا ته د ګاونډي هیواد پر ضد د تروریستي اقداماتو د ترسره کولو اجازه ورنکړي او له ګاونډیو هیوادونو څخه هم ورته تمه لري.

د ښاغلي عبدالله پر وینا، د دغو خبرو د دوام لپاره به د پاکستان د پارلماني پلاوي په بلنه، ډیر ژر یو افغان پارلماني پلاوی هم اسلام‌اباد ته سفر وکړي.

XS
SM
MD
LG