د لاس رسي وړ اتصالات

درې‌ نیم میلونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري


اجرائیه رئیس هیله وښوده چې نړیواله ټولنه به افغانانو ته دا مرستې برابرې کړي
اجرائیه رئیس هیله وښوده چې نړیواله ټولنه به افغانانو ته دا مرستې برابرې کړي

افغان حکومت، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو رسونې له دفتر او د یو شمیر هیوادونو او د مرستې رسونې سازمانونو له چارواکو سره د یوې ګډې خبري غونډې په ترڅ کې 'د افغانستان لپاره د ۲۰۱۶ کال د بشري مرستو پلان' وړاندې کړ.

دا غونډه چې د ملګرو ملتونو د سازمان لخوا د چارشنبې په ورځ په کابل کې جوړه شوې وه په کې د افغان حکومت اجرائیه رئيس عبدالله عبدالله وویل، چې په تیرو ۱۵ کلونو کې نړېوالو مرستندیو ادارو په بېلابېلو بشري او پراختیايي برخو کې له افغانانو سره مرستې کړي خو لا هم زیات شمیر افغانان، په دغه هیواد کې د جګړې د دوام له امله بشري مرستو ته اړ دي.

ښاغلي عبدالله وویل، په اوس وخت کې درې نیم میلون افغانان ۳۹۳ میلون امریکايي ډالرو بشري مرستو ته اړتیا لري.

هغه وویل "دا یوازې د افغانستان تقاضا نه ده، دا د افغانستان او د بشري مرستو هغه ادارې چې په افغانستان کې دي لکه ملګري ملتونه او نورې ادارې د دوی د ګډ کار پایله ده، په دې کې نړیوال بنسټونه هم شریک دي، زموږ توقع داده چې دا مرستې چې ضرورت یې لیدل کیږي ترسره شي."

اجرائیه رئیس زیاته کړه، چې دا مرستې به د جګړې او طبیعي پېښو له امله د زیانمنو لپاره د سرپناه جوړولو، روغتیا، خوراک او څښاک، غذايي خوندیتوب، کرنه او نورو برخو کې ولګول شي.

د اجرائیه رئیس پر وینا، سره له دې چې د نړیوالې ټولنې لپاره د نړۍ په کچه د مرستې رسونې نور لومړیتوبونه هم شته خو لا هم افغانستان د هغوی د مرستو په سر کې دی او افغان حکومت او نورو دولتي ادارو ته په کار ده چې له دغو مرستو څخه په سمه توګه کار واخلی.

عبدالله عبدالله وویل، سره له دې چې د نړیوالو مرستو د اغیزمنتیا او ضایع کیدو بیلګې په افغانستان کې شته او زیاته یې کړه چې د مرستې رسونې له بهیر څخه څارنه د افغان حکومت او همکارو بنسټونو اساسي دنده ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ مسئول مارک باوډن غونډې ته وویل، لا هم افغانستان د جګړو او طبیعي پېښو له پلوه په بیړني حالت کې دی او خلک یې زیاتو بشري مرستو ته اړتیا لري.

ښاغلي باوډن وویل، تیر کال ۳۰۰ افغانان د جګړې او ناامنیو له امله د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ شوي چې دا شمیره د تیر په پرتله ۶۰ په سلو کې زیاتوالی ښيي.

هغه وویل "سره له دې چې بیوزلو ته په تیره بیا هغو کسانو ته چې د جګړو او طبیعي پېښو له امله له خپلو سیمو څخه بې‌ځایه شوي زموږ د مرستو رسونې په بهیر کې ښه والی راغلی، خو لا هم په افغانستان کې بشري وضعیت خورا خراب دی."

ښاغلي باوډن زیاته کړه، سږکال نږدې یو میلون افغانان د بېلابیلو پېښو له امله له خپلو سیمو څخه بې‌ځایه شوي چې تر ټولو زیات زیان یې ماشومانو ته رسیدلی دی.

ښاغلي باوډن له افغانستان سره د بشري مرستو په برخه کې ټینګار وکړ او وې ویل چې په دې برخه کې یې له بېوزلو افغانانو سره د مرستو یو صندوق هم جوړ کړی دی.

مارک باوډن وویل "زه له نړیوالې ټولنې غواړم چې ټاکل شوې پیسې برابرې کړي، یو ځل بیا ټینګار کوم چې موږ ۳۹۳ میلون ډالرو ته اړتیا لرو تر څو هغو کسانو سره مرسته وکړو چې د جګړې او طبیعي پېښو له ا مله زیانمن شوي دي."

غونډې ته په افغانستان کې د جرمني سفیر مارکز پوزیل وویل، هیواد یې له افغانستان او ملګرو ملتونو سره بېوزلو افغانانو ته مرستې رسونې په برخه کې همکاري کوي او هڅه کوي چې نور هیوادونه هم په دې برخه کې وهڅوي.

د جرمني سفیر وویل " موږ به په اوږدمهال کې یو شمیر پروژې په افغانستان کې پلې کړو چې له پېښو سره د مبارزې ادارې ظرفیتونه لوړ کړو، جرمني ژمن دی چې په افغانستان کې شفافې بشري پروژې تمویل کړي."

د اکبر موسسې د شمیرو له مخې دا مهال په افغانستان کې ۸.۱ میلون وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري چې له دې شمیرې ۳.۵ میلون یې د ۲۰۱۶ کال د بشري مرستو د رسولو په پلان کې شامل شوي دي.

د افغان حکومت د معلوماتو له مخې تیر کال افغانستان له بېوزلو او بې‌ځایه شوو افغانانو سره د مرستې رسونې په برخه کې ۴۱۷ میلون ډالرو ته اړتیا درلوده او له نړیوالې ټولنې او مرستندویو مؤسسو څخه یې ۴۲۴ میلون ډالر ترلاسه کړي وو.

هغه پیسې د بې‌ځایه شوو، روغتیا، کرنه، هیواد ته د بیرته راستنېدونکو او بیړنیو حالاتو په برخه کې له میلونونو افغانانو سره د مرستې رسونې په برخه کې لګول شوې وې.

XS
SM
MD
LG