د لاس رسي وړ اتصالات

تېر نوماند وزیران ښايي بیا ولسي جرګې ته ورشي


تېرځل ولسي جرګې ګڼ شمېر نوماند وزیران رد کړل
تېرځل ولسي جرګې ګڼ شمېر نوماند وزیران رد کړل

د افغانستان په اجرائیه ریاست کې چارواکي وايي چې ولسي جرګې ته په معرفي کیدونکو اوه لس نوماندو وزیرانو کې د یو شمیر هغو پخوانیو نوماند وزیرانو نومونه هم شامل وي چې تیره میاشت له دغې جرګې نه د باور د رایی په اخیستلو کې پاتي راغلي وو.

د افغانستان د اجرائیه ریاست یو ویاند جاوید فیصل امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې دا شمیر نوماند وزیران به نورو وزارتونو ته معرفي شي.

ښاغلي فیصل وویل " یو تعداد هغه اشخاص چې په لومړي لېست کې د کابینې پارلمان ته معرفي شوي وو، خو رایه یې ترلاسه نه کړای شوه هغوی به د دوهم ځل لپاره پارلمان ته معرفي کیږي او دا اشخاص به مختلفو وزارتونو ته معرفي کیږي چې په دې برخه کې قانوني مشکل هم نشته او دا هغه اشخاص دي چې په نورو برخو کې هم د ښو تجربو خاوندان دي او کولای شي د افغانستان لپاره ګټور او موثر ثابت شي".

د افغانستان د اجرائیه ریاست دغه ویاند د دغسې نوماند وزیرانو شمیر او نومونه څرګند نه کړل.

د دلوې په اتمه ورځ د ولسي جرګې غړو د اته لسو نوماندو وزیرانو او د ملي امنیت ریاست نوماند رئیس ته د باور د رایې د ورکولوپه وخت یوازې اته وزیران او د ملي امنیت رئیس ته رایې ورکړي او لس نور نوماند وزیران يې رد کړل.

د افغانستان د ملي یووالي د حکومت چارواکي وایي چې د ولسي جرګې د ژمنیو رخصتیو د پای ته رسیدلو سره سم به دغې جرګې ته پاتي اولس نوماند وزیران معرفي کړي.

د افغانستان د ولسي جرګې پنځه څلویښت ورځنۍ ژمنۍ رخصتۍ د دلوې په لومړۍ پیل کیږي خو سږکال کابینې ته د باور د رایې د بهیر د اوږدیدلو له امله د ولسي جرګې غړي ناوخته په رخصتیو لاړل.

د ولسي جرګې ټاکنې

د افغانستان د اساسي قانون د غوښتنو له مخې د ولسي جرګې کاري دوره د دغې جرګې په پنځم کال د سرطان د میاشتې په لومړۍ ورځ پای ته رسیږي او د قانون له مخې په کار دي چې د سرطان د میاشتې له پیل نه یوه یا دوه میاشتې وړاندې د ولسي جرګې د نوو غړو د ټاکلو لپاره ټاکنې ترسره شي.

خو د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویلي چې د مالي امکاناتو د نشتوالي له امله د دغه کمیسیون لخوا دمخه د ثور په دوهمه د ولسي جرګې پلان شوي ټاکنې په دغه نیټه ترسره کیدلای نشي.

د ټاکنیز سیستم اصلاح

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ۱۹۹۴ کال د دوبي په وروستیو کې د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د ټاکنو د ترسره کیدلو په باب خبر ورکړی خو د افغانستان د اجرائیه ریاست چارواکي وایي چې تر هغه چې د افغانستان ټاکنیز سیستم کې اصلاحات رامنځ ته شوي نه وي په افغانستان کې به نه د ولسي جرګې او نه هم د ولسوالیو د شوراګانو لپاره ټاکنې تر سره شي.

د افغانستان د اجرائیه ریاست ویاند جاوید فیصل وایي چې دا ریاست تمه لري چې جمهوررئیس محمد اشرف غني به د یو فرمان له لارې د ټاکنیز سیستم د اصلاح لپاره یو کمیسیون وټاکي.

ښاغلي فیصل وویل " مونږ ټول هغه کارونه چې باید شوي وی سرته رسولي دي منتظر یو چې جمهوررئیس د انتخاباتي نظام د اصلاح لپاره د کمیسیون د ایجاد په خاطر فرمان صادر کړي دغه فرمان په هغه سیاسي توافقنامه کې ذکر شوی دی چې جمهوررئیس او اجرائیه رئیس د حکومت له ایجاد دمخه امضآ کړې ده همغه سیاسی توافقنامه یې مبنا ده مونږ هیله لرو په نږدې راتلونکو ورځو کې به جمهور رئیس فرمان صادر کړي او کمیسیون به رسمآ خپل کارونه پیل کړي ".

افغانستان جمهوري ریاست د جاوید فیصل د دغو څرګندونو ته ځواب نه دې ورکړی.

نږدې درې اونۍ وړاندې جمهور رئیس محمد اشرف غني د خپل دوهم مرستیال محمد سرور دانش په مشرۍ یو کمیسیون ته دنده وسپارله چې د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون سره په سلاء مشوره د ټاکنیز سیستم د اصلاح لپاره هغه ساحې په ګوته کړي چې اصلاح ته یې اړتیا لیدل کیږي.

خو د مدني ټولنې د یو شمیر فعالانو د ټاکنو خپلواک کمیسیون سره د سلاء مشورو په رڼا کې د ټاکنیز سیستم د اصلاح په باب د جمهوررئیس غني د دې اقدام سره مخالفت وښوده.

دغه شمیر فعالان په دې باور دي چې د ټاکنیز سیستم د اصلاح د کار د پیل دمخه دې، د دوو ټاکنیزو کمیسیونونو ټول چارواکي له کاره ګوښه او بیا دې د دغه سیستم د اصلاح لپاره کار پیل شي.

د اکسین په نوم د ټاکنو د بهیر د څارنې لپاره د افغان غیر حکومتي ادارو د ائتلاف رئیس جانداد سپین غر وایي چې پر ټاکنو د خلکو د باور پر ځای کولو لپاره دا ضروري ده چې جمهور رئیس د یو فرمان له لارې په ټاکنیزو کمیسیونونو کې یو لړ بدلونونه راوړي.

ښاغلی سپین غر وویل " زمونږ له نظره دوه مسلې دي که په یو عادي حالت کې اصلاحات راولو دا به یوازې د اصلاحاتو برخه وي خو په غیر عادي حالت کې چې د خلکو اعتماد صدمه لیدلې ضرور ده چې مونږ ځینې تغیرات د خلکو د اعتماد سازۍ لپاره راوړو".

سپین غر دا ډول اقدامات د قانون سره په ټکر کې هم نه ګڼي.

XS
SM
MD
LG