د لاس رسي وړ اتصالات

تخنیکي ستونزو د ټاکنیزو اصلاحاتو کمیسیون کار ځنډولی


جمعهوررئیس غني د روان هجري شمسي کال د لومړۍ میاشتې په سر کې د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمیسیون رئیس او غړي اعلان کړل
جمعهوررئیس غني د روان هجري شمسي کال د لومړۍ میاشتې په سر کې د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمیسیون رئیس او غړي اعلان کړل

د افغانستان د اجرائیه ریاست یو ویاند جاوید فیصل امریکا غږ سره په مرکه کې نوې تخنیکي ستونزې په ګوته نه کړې خو وې ویل چې جمهوررئیس او اجرائیه رئیس دواړه د نوو رامخې ته شوو ستونزو په هوارولو کار کوي.

ښاغلي فیصل وویل " پلان وو چې د ټاکنو د نظام د اصلاح د ځانګړي کمیسیون کار تیره اونۍ پیل شوې وي، ولي د یو لړ تخنیکي دلایلو له مخې دې کمیسیون په فعالیت پیل و نه کړ، دواړو رهبرانو په دې مسله کار کړی تر څو مشخص موارد چې تازه راپیښ شوي هغه حل کړي".

د افغانستان د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال وویل چې د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمیسیون د کار پیل په کې د ټاکنیز سیستم د اصلاح لپاره ضروري وباله وویل چې که دا کمیسیون په کار پیل و نه کړي نو د ټاکنو نور پړاونو باندې کارهم نه شي پیلیدلی.

جاوید فیصل وویل چې دا لا معلومه نه ده چې دا کمیسیون به څه وخت په کار پیل وکړي

ښاغلي فیصل وویل "زه وخت ورته نه شم قید کولای لا هم تراوسه ځکه چې هغه مسله چې راپورته شوې ده هغه باید حل شي ولي به ډط مسله باندې په جدیت سره کار کیږي ترڅو ډیر ژر ورته د حل لاره پیدا شي ".

د ملي یووالي د حکومت یوې منبع چې نه يط غوښتل نوم یې واخیستل شي امریکا غږ ته وویل چې ډیر ژر به جمهوررئیس محمد اشرف غني د دغه کمیسیون لپاره نوې رئیس وټاکي.

همداشان دا منبع وایي چې د دغه څوارلس کسیز کمیسیون په غړو کې بدلون راوستل شوی او د مدني ټولنې یوې فعالې ښځې ته هم په دغه کمیسیون کې ځای ورکړل شوی دی.

جمعهوررئیس محمد اشرف غني د روان هجري شمسي کال د لومړۍ میاشتې په سر کې امریکا ته د روانیدو وړاندې د میرمن شکریه بارکزۍ په مشرۍ د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمیسیون رئیس او غړي اعلان کړل خو د دغه اعلان شوې کمیسیون د ریاست په سر د اجرائیه رئیس او جمهوررئیس ترمنځ د نظر د اختلاف له امله کمیسیون تر اوسه خپل کار نه دې پیل کړی.

د افغانستان د ټاکنیز سیستم د اصلاحاتو د کمیسیون د کار ځنډ په افغانستان کې د پارلماني ټاکنو د ځند سبب هم شوی دی.

تیره اونۍ جمهوررئیس غني د نوو پارلماني ټاکنو د پایلو د اعلان تروخته د افغانستان د ولسي جرګې د شپاړسمې دورې د وکیلانو کار تمدید کړ.

د افغانستان د اساسي قانون د ۸۳ مادې له مخې د افغانستان د ولسي جرګې د شپاړسمې دورې کار د سرطان په لومړۍ پای ته ورسید.

خو دا ماده وایي چې د سرطان د لومړۍ ورځې یوه یا دوه میاشتې دمخه باید د ولسي جرګې د نوو غړو د ټاکلو لپاره ټاکنې ترسره شي.

XS
SM
MD
LG