د لاس رسي وړ اتصالات

اجرائیه ریاست: د احمدضیا مسعود د ګوښه کولو په اړه راسره مشوره نه ده شوې


د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال امید میثم وایي چې اجرائیه رئیس د ضیا مسعود په هکله د پریکړې تر اعلان دمخه اصلآ خبر نه و

د افغانستان اجرائیه ریاست وايي چې جمهوررئیس محمد اشرف غني ورسره د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په برخه کې د جمهور رئیس د ځانګړي سلاکار له کار څخه د ګوښه کولو په اړه مشوره نه ده کړې.

د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال امید میثم امریکا غږ ته وویل چې اجرائیه رئیس د پریکړې تر اعلان وړاندې اصلآ خبر نه وو.

ښاغلي میثم وویل " د جمهوررئیس محمد اشرف غني له خوا د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په برخه کې د ځانګړي استازي احمد ضیا مسعود له کاره د لیرې کیدو په اړه د افغانستان اجرائیه رئیس سره هیڅ سلا مشوره نه ده شوې "

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د دوشنبې په ورځ د یو فرمان له لارې د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په چارو کې خپل ځانګړی استازی احمد ضیا مسعود له دندې ګوښه کړ.

د جمهور رئیس محمد اشرف غني دا پریکړه پخپله د احمد ضیا مسعود د سخت غبرګون سره مخ شوې ده.

ښاغلي مسعود د سه شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې جمهور رئیس غني،د هغه د ګوښه کولو حق نه لري او باید خپله پریکړه بېرته واخلي.

ښاغلي مسعود وویل "که جمهوررئیس دا شوق لري، چې په هیواد کې بې ‌ثباتي وي، ناامني وي او بیا خدای مه کړه زموږ په هیواد کې کورنۍ جګړې پیل شي او مونږ ونشو کولای چې د ټولنیز او اقتصادي پرمختګ پړاونه ووهو، هغه په جمهور رئیس پورې اړه لري. خو زه ورته داسې وایم، چې ښاغلی غني زمونږ په هیواد کې د یوې بلې سیاسي بې ‌ثباتۍ لپاره زمینه مه برابروه، د دې لپاره چې نور زمونږ خلک د سیاسي بې ‌‌ثباتۍ، ناامنۍ او کورنۍ جګړې زغم او طاقت نه لري."

خو د افغانستان د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال دواخان مینه پال، له امریکا غږ اشنا راډیو سره سره په خبرو کې وویل، چې د چارواکو ګوښه کول او ګومارل په حکومت کې یو معمول عمل دی.

ښاغلي مینه پال وویل " ګوښه کېدل او ګومارل په حکومت کې معمول دی، د لوړ پوړو چارواکو ګوښه کېدل او ګومارل، دا د اساسي قانون پر اساس د جمهور رئیس صلاحیت دی. د اصلاحاتو او ښې حکومتدارۍ په برخه کې د جمهور رئیس سلاکار په دې خاطر باندې ګوښه شو چې کار یې ډېر موثر نه و ".

احمد ضیا مسعود ویلي چې اوس له خپلو پلویانو سره په سلا مشورو بوخت دی او له روانو سلامشورو وروسته به د خپل راتلوونکي اقدام په اړه پریکړه وکړي.

XS
SM
MD
LG