د لاس رسي وړ اتصالات

د نړۍ د بیوزلو مرسته کوونکي هیوادونه وپیژنئ


جاپان د نړیوال پرمختیایي مرکز د کلني جدول په پای کې دی.

جاپان د نړیوال پرمختیایي مرکز د کلني جدول په پای کې دی.

د نادارو هیوادونو سره د امریکا د متحده ایالاتو مرسته خورا زیاته او د پام وړ ده، خو د خپل نفوس په تناسب د نړۍ د بډائیو هیوادونو په پرتله یې مرستې کمې محاسبه شوی دي.

د امریکا متحده ایالات د نړۍ د فقیرو هیوادونو له وگړو سره د مرستو د پالیسو له درکه د نړۍ د بډائیو هیوادونو په جدول کې د تیر کال په شان بیا هم په یوویشتمه درجه کې راغلیي دي او ډنمارک د څلورم پرله پسې کال لپاره ددې جدول په سر کې دی.

نړیوال پرمختیایي مرکز په خپل کلني رپوټ کې د نړۍ ٢٧ بډایی هیوادونه د نادارو او غریبو هیوادونو سره د مرستو کولو په بنسټ پرتله کړي دي. سویډن او ناروی د مرستو رسولو د پالیسیو او ښه اقدداماتو په خاطر په دوهمه او دریمه درجه کې راغلي دي.

نړیوال پرمختیایي څیړنیز مرکز چې د لندن او واشنگټن څخه د نړیوال فقر او ناانډولۍ د کمولو لپاره کار کوي په خپل تازه رپوټ کې یې ویلي دي چې د امریکا متحده ایالات د سوداگریزو پالیسیو او په نړیواله کچه د سولې ساتنې په فعالیتونو کې د ونډې اخیستلو له درکه ښه امتیاز ترلاسه کړی دی.

دا مرکز وایي دوی د مرستو رسولو، سوداگرۍ، مالي چارو، مهاجرت، چاپیریال ساتنې، تکنالوژۍ او امنیت په برخه کې د هر هیواد ونډې ته په کتو سره دا معلوموي چې څنگه د بډائیو هیوادونو پالیسۍ د نړۍ له نادارو خلکو سره مرسته کوي او یا دا چې مرسته نه کوي.

په اروپا کې د نړیوال پرمختیایي مرکز مدیر اوون باردر په اعلامیه کې ویلي دي چې "دا مونږ ته په ډاگه کوي چې پرمختیا د مرستو په پرتله زیاته ده." د هغه په اند د سوداگرۍ، شفافیت، چاپیریال او نورو برخو کې پرمختیا پلوه پالیسۍ دواړو خواو بډائیو او نادارو ته یوه لاس ته راوړنه ده.

دا رپوټ چې د دوشنبې په ورځ خپور شو، جاپان یې په پای کې دی. جاپان او جنوبي کوریا تیرکال هم د امنیت، سوداگرۍ او چاپیریال ساتنې د پالیسیو په خاطر د جدول په پای کې وو.

ښاغلی باردر وایي دا جدول په ځانگړې توگه د ملگرو ملتونو د دوامدارو پرمختیایي اهدافو لپاره مهم دی چې د ستمبر په میاست کې د ملگرو ملتونو ١٩٣ غړیو هیوادونو تصویب کړلکوم چې د اقلیم د بدلون، د ناانډولۍ او فقر په گډون د نړۍ د نواقصو رغولو لپاره اړین دی.

XS
SM
MD
LG