د لاس رسي وړ اتصالات

د چابهار سوداگریزه موافقه لاس لیک شوه


دا بندر نن په رسمي توګه ګټې اخیستلو ته جمتو شو.
دا بندر نن په رسمي توګه ګټې اخیستلو ته جمتو شو.

د چابهار له ترانزیتي او ترانسپورټي بندر څخه د ګټې اخیستنې درې اړخیز تړون نن د افغانستان، ایران او هند د مشرانو په شتون، د دغو هیوادونو د ترانسپورټ د وزیرانو لخوا په پلازمینې تهران کې لاسلیک شو.

د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني، د دې سند د لاسلیکولو په مناسبت جوړې شوې غونډې ته په وینا کې وویل، دا مهال په آسیا کې پراخ اقتصادي خوځښتونه رامنځ ته شوي، چې پر وینا یې د دې لویې وچې اقتصادي خوځښتونه به د نړۍ د هوساینې او ثبات لامل شي.

افغانستان په وچه کې ایسار هیواد دی او نړیوالو اوبو ته د رسیدو لپاره ګاونډیو هیوادونو ته اړ دی، خو د افغانستان ولسمشر د چابهار تړون ته په اشارې وویل، د ولسونو په ارادې د هیوادونو جغرافیايي موقعیت د بدلون وړ دی.

هغه وویل "زموږ تصمیم دا دی چې جفرافیه برخلیک نه دی، جغرافیه د بدلون وړ ده، ارادې جغرافیې ته بدلون ورکوي، زموږ اراده نن له چابهار پیلیږي، خو پای به یې د اقتصادي او فرهنګي همکاریو هر اړخیزه او سرتاسري پراختیا وي."

که څه هم ښاغلي غني د کوم هیواد نوم وانخیست خو د کنایې په توګه یې وویل، چې د سیمې یو شمیر هیوادونه تروریزم صادروي خو افغانستان، هند او ایران به د سیمې اوسیدونکو ته هیلې، باور او همکاري صادر کړي.

په دې مراسمو کې د ایران ولسمشر حسن روحاني وویل، نن تهران، کابل او ډهلي، د سیمې هیوادونو ته دا پیغام ورکوي، چې د سیمې د هیوادونو پرمختګ په ګډو همکاریو او د سیمې له فُرصتونو څخه په ګټې اخیستلو کې نغښتې دی.

ښاغلي روحاني د چابهار د بندر تړون د دریو هیوادونو د همکاریو پسرلی یاد کړ او د جوزا درېیمه یې په چابهار ونوموله.

هغه وویل "نننۍ سند یواځې اقتصادي سند نه دی، بلکې یو سیاسي او سیمه ایز سند دی او د دې سند پیغام دا دی چې د سیمې هیوادونه له سیمه ایزو فُرصتونو څخه د ټولې سیمې د پراخیتا او پیاوړتیا لپاره کار واخلي."

ښاغلي روحاني زیاته کړه، نننۍ پریکړه د کوم هیواد په ضد نه ده، بلکې د سیمې د هیوادونو په ګټه به وي او هیوادونه کولی شي چې د چابهار له تړون سره یوځای شي.

د هند صدراعظم نریندرا مودي هم په دې غونډه کې وویل، د ګډو اقتصادي همکاریو نننۍ تړون نه یواځې د درېو هیوادونو د خلکو په ګټه دی بلکې د سیمې ټولو هیوادونو ته یې دا فُرصت برابر کړی، چې د ولسونو د هوساینې لپاره سره لاسونه یو کړي.

ښاغلي مودي وویل "د ګډو اقتصادي همکاریو اجنډه زموږ لومړیتوب دی، موږ د یو ګډ هدف لپاره د یو بل تر څنګ ودریږو، د نویو او امنو لارو جوړولو او بریا ته رسیدل زموږ ګډ هدف دی، موږ غواړو له نړۍ سره اتصال پیدا کړو، خو په خپل منځ کې اتصال ته رسېدل هم زموږ لومړیتوب دی."

د چابهار بندر د سمندر په غاړه یوه پراخه سوداګریزه سیمه ده، چې د ایران په سیستان او بلوچستان ایالتونو کې موقعیت لري او د سیمې په کچه د سوداګریزو توکو د لیږد او تخلیې لوړ ظرفیت لري.

د خپرو شوو شمیرو له مخې، په اوس وخت کې ۱۳۰ افغان شرکتونه د چابهار له بندر څخه د کاراخیستلو جواز لري او ایران په دې سوداګریزه سیمه کې ۵۰ هکتاره ځمکه د افغانستان په واک کې ورکړې ده.

دا مهال افغانستان د پاکستان د کراچۍ بندر له لارې خپل سوداګریز توکي صادر او واردوي. که څه هم افغانستان او پاکستان د اپتا په نوم یو سوداګریز او ترانزیتي تړون لاسلیک کړی، خو لا هم افغان سوداګر د پاکستان په خاوره کې له ستونزو سر ټکوي.

افغان سوداګر وايي، د افغانستان صنعتي تولیدات په ځانګړې توګه افغاني غالۍ د کراچۍ د بندر له لارې د پاکستان په نوم اروپا او امریکا ته صادرېږي.

د هغوی پر ینا د افغانستان وچې او تازه مېوې نور هغه افغاني محصولات دي، چې د ګاونډیو هیوادونو په نوم نړیوالو بازارونو ته صادرېږي.

د افغان ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه‌پال امریکا غږ ته وویل، چې افغانستان د چابهار د بندر په بریالیتوب کې ټاکونکی رول لري او هیڅ‌کله به هم ایران له دې بندر څخه د فشار په توګه کار وانخلي.

خو ښاغلي مینه‌پال وویل، چې افغانستان هڅه کوي نورې بدیلې لارې هم پیدا کړي تر څو په هر ډول حالت کې ترې کار واخلي.

XS
SM
MD
LG