د لاس رسي وړ اتصالات

مسلمیار: هغوی چې افغانان وژني زما دښمنان دي


نږدې یوه اونۍ وړاندې چنرال علومي وویل جنوب د افغان حکومت دښمنانو نا امنه کړی او د افغانستان شمال د نظام دوستانو ناامنه کړی دي.
نږدې یوه اونۍ وړاندې چنرال علومي وویل جنوب د افغان حکومت دښمنانو نا امنه کړی او د افغانستان شمال د نظام دوستانو ناامنه کړی دي.

د مشرانو جرګې رئیس افغان حکومت ته خبرداری ورکړی چې که چیرې حکومت د یوې اونۍ په موده کې په ده باندې د ولسي جرګې د یو شمیر غړو له خواد افغان حکومت مخالفو وسله والو سره د اړیکو د لرلو تورونو سپیناوې و نه کړي نو دې به پخپله د خپل حیثیت د خوندې توب لپاره لاس په کار شي.

د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار د جمعې په ورځ په کابل کې یو خبري کنفرانس ته په وینا کې وویل چې مخالفو وسله والو سره د اړیکو د لرلو په تورونو د ولسي جرګې یو شمیر غړو د ده نه بلکه د افغانستان د مشرانو جرګې سپکاوی کړی دی.

ښاغلي مسلمیار وویل " مونږ هغه څوک یو چې قرباني مو ورکړې ده، قرباني ورکوو او هغه څوک چې د افغانستان خلک وژني دهشت ترور اود افغانستان خلکو او ملت ته ستونزې جوړوي هغه زمونږ دوښمنان دي او هیڅکله مو د دوښمنانو مرسته نه ده کړې بلکه په وړاندې یې دریدلي یو مبارزه مو کړې او هغوی سره په مبارزه کې تقریبآ په دغه دیارلس کلن نظام کې اولس شهیدان مو ورکړي دي ".

د ولسي یو غړي محمد نعیم لالي حمیدزي د ولسي جرګې د دې اونۍ یوې غونډې ته په وینا وویل چې د افغان امنیتي ځواکونو څخه یې داسې معلومات ترلاسه کړي چې د ننګرهارپه ولایت کې د افغان حکومت مخالفو وسله والو ډلو سره د مشرانو د جرګې د رئیس د کورنۍ د نږدې غړو اړیکې ثابتوي.

په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو دغې استازې دا هم وویل چې افغان امنیتي ځواکونو په جلال اباد کې د ښاغلي مسلمیار له کوره د یو مخالف وسله وال نیولی دی.

خو د افغانستان د ملي امنیت ریاست د ښاغلي مسلمیار له کوره د کوم مخالف وسله وال د نیولو خبره یوازې اوازه بللې ده.

د اففانستان د ملي امنیت د ریاست ویاند عبدالحسیب صدیقي تیره ورځ خبریالانو ته وویل چې دا راپورونه حقیقت نه لري.

ښاغلي صدیقي وویل وویل " ځني اوازې اورو چې ګوندې په جلال اباد کې چې مونږ ځني تروریستي شبکې څه موده مخکې نیولې وې چې ګوندې د مشرانو جرګې د رئیس جلالتمآب فضل هادي مسلمیار له کورنۍ سره اړیکې لرلې مونږ دا اوازې ردو او هیج حقیقت نه لري ".

خو د ښاغلي مسلمیار اود ملي امنیت د ویاند د څرګندونو سره سره محمد نعیم لالی حمیدزی لا هم په خپله خبره ولاړ دی او ادعا کوي چې د ننګرهار ملي امنیت ریاست کارکونکو د مسلم په نوم د مخالفو وسلوالو یو قوماندان د فضل هادي مسلمیار له کوره نیولی او اوس د څرخي پله په زندان کې بندي دی.

ښاغلی حمیدزي وویل " زه یوه قضیه په ډاګه ویلی شم زه د دافغانستان د خلکو نماینده یم په ولسي جرګه کې ماته کندهار ، جلال اباد او بدخشان یو ولایتونه دي که دوښمن داخل په نظام کې وي هغه بهرنی دوښمن به خود راځي د کور مابین ته او دغسې قضیې به نیسي".

د مشرانو جرګې رئیس دغه خبري کنفرانس ته په وینا کې د افغانستان د جمهوررئیس او اجرائیه رئیس نه وغوښتل چې د دې ادعا د سپناوي لپاره دې ژر یو ځانګړې پلاوی وګماري او د افغانستان خلکو ته دی حقیقت څرګند کړي.

ښاغلي مسلمیار وویل " که چیرته موضوع لکه څنګه چې امنیت ملي رد کړې حقیقت و نه لري زه د خپل مجلس د خپلې کورنۍ اود خپل ځان د حیثیت د اعاده کیدو غوښتونکی یم او دا زما په حکومت باندې شرعي، قانوني او حقوقي حق دی او دا دواړه باید محاکمه شي ".

دا لومړی ځل نه دی چې د افغان حکومت مخالفو وسله والو سره د حکومت د ځینو چارواکو د اړیکو په باب په پارلمان کې دننه دغسې ادعاوي کیږي.

نږدې یوه اونۍ وړاندې د افغانستان د کورنیو چارو وزیر چنرال نورالحق علومي د کندوز په ولایت کې د دغه ولایت له مخورو او مشرانو سره په کتنه کې په ډاګه وویل چې د افغانستان جنوب د افغان حکومت دوښمنانو نا امنه کړی او د افغانستان شمال د نظام دوستانو ناامنه کړی دي.

د ښاغلي علومي دغو څرګندونو د افغانستان په پارلمان کې تاوده بحثونه راوزیږول چې اکثرو وکیلانوبیا د جنرال علومي نه وغوښتل چې دهغو کسانو نومونه دې څرګند کړی چې د افغانستان د شمال په ناامنه کیدلو کې لاس لري.

XS
SM
MD
LG