د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستانی سیاستوال پر شارلي ایبدو برید ته انعام ورکوي


غلام احمد بلور وایي د دوه لکه نورو ډالرو انعام به هاغه چا ته ورکړي چې د چارلي ايبدو مجلې مالک ووژني

غلام احمد بلور وایي د دوه لکه نورو ډالرو انعام به هاغه چا ته ورکړي چې د چارلي ايبدو مجلې مالک ووژني

د پاکستان د عوامي نيشنل پارټۍ مشر غلام احمد بلور د سه شنبې په ورځ په د خیبر پښتونخواه په قومي اسمبلۍ کې اعلان وکړ چې تیار دی په فرانسوۍ مجلې شارلي ايبدو باندې د برید کوونکو د دريو واړو سخت دریځو وارثانو هر یو ته يو یو لک ډالر انعام ورکړي. دا هغه وعده ده چې ده په کال ٢٠١٢ کې کړې وه.

په فرانسوۍ مجلې باندې تيره مياشت سخت دریځو د اسلام د پیغمبر د کارتونو د خپرولو په غبرگون کې برید وکړ او ددې مجلې شاو خوا ١٢ تنه یې ووژل. غلام احمد بلور د ٢٠١٢ کال په ستمبر کې کله چې د پاکستان د اورگاډي د چارو وزير و اعلان کړى و چې که چا د اسلام د پيغمبر حضرت محمد د سپکاوي ويډيو جوړونکي ووژل نو هغه به ورته يو لک ډالر انعام ورکړي.

د سه شنبې په ورځ يو ځل بيا دغې ملتپال مشر ښاغلي بلور قومي اسمبلۍ ته پخپله وينا کې وويل چې په فرانسوي مجلې باندې درې واړه بریدو کوونکي د هغه د اعلان شوي انعام مستحق دي او هغه به د د برید کوونکو کورنیو ته دا انعام وروسته له هغې ورکړي چې د پاکستان حکومت د هغوی کورونه پيدا کړي.

هغه دا هم وويل چې د دوه لکه نورو ډالر انعام به هاغه چا ته ورکړي چې د شارلي ايبدو د مجلې مالک ووژني.

که څه هم چې د غلام احمد بلور ددغه اعلان نه په قومي اسمبلۍ کې چا نه ملاتړ کړى او نه مخالفت او حتی تر دې چې د اسمبلۍ رئیس اياز صادق هم په دې اعلان هيڅ ډول اعتراض نه دى کړى.

ښاغلی بلور د پاکستان دننه د پښتون ملتپال گوند عوامي نيشنل پارټۍ يو مهم غړى دى چې څو کرته یې د قومي اسمبلۍ د مشر او مرکزي وزير په توگه دنده ترسره کړې ده.

د ښاغلي بلور کورنۍ په بنسټیزه توگه د پيښور د سترو سوداگرو او بډائیو کسانو څخه شمیرل کیږی.

XS
SM
MD
LG