د لاس رسي وړ اتصالات

د چمن ـ سپین بولدک سرحد نن په اتمه ورځ هم تړلې و


د افغانستان او پاکستان د ځواکونو ترمنځ د تیرې جمعې په ورځ د جګړې وروسته د چمن ـ سپین بولدک پر سرحد تګ راتګ بند شوی.
د افغانستان او پاکستان د ځواکونو ترمنځ د تیرې جمعې په ورځ د جګړې وروسته د چمن ـ سپین بولدک پر سرحد تګ راتګ بند شوی.

یوه اونۍ وړاندې د تیري جمعې په ورځ د افغان او پاکستاني سرحدي ځواکونو ترمنځ د چمن – سپین بولدک په سرحد کې د نږدې یوولس ساعتونو جګړې وروسته، پاکستان سرحدي ځواکونو دغه سرحد د هرډول تګ راتګ برمخ وتړه چې نن یې اتمه ورځ ده.

په سپین بولدک کې مسافر وايي چې د سرحد پرانیستلو ته شیبې شمارې خو پاکستان لا تراوسه هم مسافرچې پر قانوني اسنادو دغه هیواد ته د درملنې لپاره تللي وو او د چمن په ښارګوټي کې د لارې پرانیستل کیدو ته انتظار دي هم افغانستان ته د ستنیدلو اجازه نه ده ورکړې.

که هم د جګړې وروسته د دواړو هیوادونو ترمنځ په اوربند موافقه شوې او دا اورنبد لا هم پرخپل ځای دی، خو له دې سره تر څنګ د کندهار امنیتي مقامات وايي چې د ډیورنډ د کرښي په اوږدو کې يې د ممکنه جګړې د پیلیدو لپاره لمړی درجه تیاری نیولی دی.

دغه راز د ډیورنډ د کرښې پاکستاني اړخته هم د پاکستاني نظامیانو درنې وسلې او په زیات شمېر نظامیان د کرښې په اوږدو کې ځای پرځای شوي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت د اوپراسیون د مرستیال په مشرۍ یو امنیتي پلاوي د هغو دوو کلیو په اړه پلټنې بشپړې کړي چې هم افغانستان او هم پاکستان یې د ملکیت ادعا کوي.

د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق امریکا غږ اشنا راډیو ته ویلي، چې د پلټنو پایلې به د کابل او اسلام اباد له خوا اعلان شي.

پاکستان هم ویلي چې اوس د دواړو ملکونو څیړنیزو ټیمونو د دغودوو کلیو د نقشې څیړنه پیل کړې ده.

د پاکستان د صدراعظم د نړیوالو او ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز اوړمه ورځ په دې مسله د خبرو پر وخت ویلي چې هیواد یې د افغانستان د خاورې د نیولو سره لیوالتیا نه لري.

ښاغلي عزیز هیله ښودلې چې دا ستونزه به په روانه اونۍ کې حل شي او سرحد به بیرته پرانیستل شي.

د پاکستان پوځي چارواکي په دی ټینگار کوي چې دغه لانجه هغه وخت پيښه شوه، چې د پاکستاني چارواکو پر وینا په چمن ـ سپین بولدک کېمیشتو افغان سرحدي ځواکونو د پاکستان د سرشمیرنې په کارکونکو چې د لقمان او جهانګیر کلیو ته د سرشمیرنې لپاره روان وو ډزې وکړې.

دا دواړه کلي د چمن ـ سپین بولدک په دوه کیلو مترۍ کې پراته دي.

د افغانستان د مشرانو جرګې غړي وايي چې پاکستان په ښکاره پر افغان خاوره تجاوز کړی او دا د ګاونډیتوب له اصولو خلاف عمل دی.

خو افغانستان د مشرانو جرګې د دفاعي کمیسیون یو پلاوي چې مشري یې د دغه کمیسیون رئیس سناتور محمد هاشم الکوزی کوي او د لقمان او جهانګیر د کلیو د وضعیت د ارزولو لپاره سپین بولدک ته راغلی داعا کوي چې دا لانجه د پاکستان د سرغړونې په پایله کې رامنځ ته شوې ده.

ښاغلي الکوزي وویل " موږ سیمې له نږدې ولیدلې له قبایلي مشرانو سره مو هم خبري وکړې دا تر لمر روښانه ده چې پاکستاني نظامیانو پر افغان خاوره یرغل کړی او افغان قواوو يې غښتلې دفاع کړې او حکومت باید دوی په لوړه کچه وستايي".

د مشرانو جرګې د دفاعي کمیسیون د مشر سناتور محمد هاشم الکوزي امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چېژر به خپل رپوټ مشرانو جرګې او جمهوري ریاست ته وړاندي کړي.

XS
SM
MD
LG