د واتیکان ورځپاڼې د چارلي ابدو هغه نوی کارتون غندلی چې ویل کیږي "خداې" یې پکښې رسم کړی دی.
چارلي ابدو د خپلې تازه ګڼې پر مخ د یوه داسې موجود کارتون خپور کړی چې لاسونه یې په وینو سره دي او کلاشینکوف ټوپک یې پر اوږه دی. د کارتون څنګ کې لیکل شوي "قاتل لاهم آزاد ګرځي".
د واتیکان ورځپاڼۍ د چارلي ابدو دغه کارتون خداې او د بیلابیلو ادیانو ایماندارو ته سپکاوی بللی دی.
واتیکان د کاتولیک مسیحیانو مرکز او دنړۍ دکاتولیکانو د روحاني مشر پاپ رسمي استوګنځای دی.
د چارلي ابدو دا گڼه پوره یو کال له هغه وروسته خپریږي چې مسلمانو وسله والو د دې مجلې ۱۲ لیکوالان او کارتونیستان ووژل. دغه مجله پخوا پدې تورنه وه چې د اسلام د پیغمبر محمد د کارتون په خپرولو سره یې ګواکي د نړۍ مسلمانانو ته سپکاوی وکړ.
د مجلې چلوونکي بیا استدلال کوي چې دوی په یوه سیکولار او آزاد هیواد کي دي او د بیان د آزادۍ پر بنسټ پر هر چا او هر شي د نیوکې او پوسخند وهلو حق لري.