د لاس رسي وړ اتصالات

د افغان پوځ په لیکو کې د تلفاتو په زیاتیدو د عبدالله اندیښنه


د ملي‌ یووالي د حکومت اجرائیه ریس عبدالله (ارشیف)

د ملي‌ یووالي د حکومت اجرائیه ریس عبدالله (ارشیف)

د افغانستان د ملي یووالي د حکومت اجرائیه رئیس د افغان امنیتي ځواکونو په لیکو کې د تلفاتو په زیوالي اندیښنه ښودلې او د تلفاتو د کمیدو لپاره یې د افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ همغږي اړینه بللې ده.

د ملي‌ یووالي د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د چهار شنبې په ورځ په کابل کې د افغان پوځ د تیرو شپږو میاشتو د پوځي عملیاتو د ارزونې د کنفرانس برخه والو ته وویل چې باید د امنیتي ځواکونو د تلفاتو د کمیدو لپاره جدي‌ اقدامات وشي.

ښاغلي عبدالله وویل "ددې ترڅنګ چې تاسې دا وظیفه لرۍ چې همیشه د دښمن پروړاندې چمتو اوسۍ، د ګواښ پروړاندې اقدام وکړۍ اولنۍ توجه ستاسې باید په دې کې هم وي چې ددې ترڅنګ د ملي تلفاتو نه جلوګیري وشي ، څنګه کیدای شي چې د ملي ځواکونو تلفاتو نه هم جلوګیري وشي .هره ورځ لس کسه په دغه ځای کې، پنځه په هغه ځای کې، شل په دغه ځای کې موږ او تاسې د ملي ځواکونو د تلفاتو خبرونه اورو".

اجرائیه رئیس په خپلو خبرو کې د دښمن او د دښمن د ګواښونو په هکله د یو ګډ تعریف د رامنځ ته کیدو د اړتیا یادونه هم وکړه وویل چې ددغسې یو ګډ تعریف نه شتون یو نا څرګند حالت زیږدوي.

ښاغلي عبدالله وویل "که چیرې زموږ له ډلې یو ګواښ‌ یو څه تعریف او بل ګواښ په بل ډول تعریف کړي دا اصلا یو نا څرګند حالت رامنځ ته کوي ، دا ستونزې دي چې متاسفانه شته دی".

د افغان پوځ د لوړ پوړو چارواکو دا سیمینار د سې شنبې په ورځ په کابل کې پیل شوی دی د سیمینار په نننۍ غونډه کې د افغانستان د پوځ او دپولیسو د جګپوړو چارواکو د ګډون سربیره په افغانستان کې د ناټو قوماندان هم برخه اخیستې وه.

هغه د افغان امنیتي ځواکونو په وده او پیاوړتیا کې د نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه د امریکا د متحده ایالاتو د مرستو یادونه وکړه د افغان پوخ اوسنې بڼه یې د نړیوالې ټولنې د ډیرو مرستو نتیجه وګڼله.

ښاغلي عبدالله وویل چې د نړیوالو ملاتړو نه یې تمه دا ده چې د خپلو افغان همکارانو ستونزو ته غوږ کیږدي.

ښاغلي عبدالله د امریکا او ناټو سره د دوه اړخیزو امنیتي او دفاعي همکاریو د تړونونو لاس لیک هم د افغان امنیتي ځواکونو د پیاوړتیا لپاره مهم وباله وویل چې د افغانستان نړیوال همکاران ۱۲۰۰۰ کیلو مټرو لیرې فاصلې نه افغانستان ته راځي او دلته سرښیندنې کوي.

دې غونډې ته د دفاع وزارت سرپرست ستر جنرال بسم الله محمدي د فتح په نوم د افغان پوځ د تیرو شپږو میاشتو روانو پوځي‌ عملیاتو په تعقیب یادونه وکړه وویل چې ددغو عملیاتو په تعقیب به د راتلونکو شپږو میاشتو پوځي‌ عملیات دوام ومومي.

د افغانستان لوی درستیز سترجنرال شیر محمد کریمي د سیمینار د جوړولو هدف د تیرو پوځي علمیاتو ارزونه وګڼله.

د افغان پوځ ددغه سیمینار ترڅنګ د افغان پولیسو د لوړپوړو چارواکو یو سیمینار هم د سې شنبې د ورځې راپدېخوا په کابل کې پیل شو.

XS
SM
MD
LG