د لاس رسي وړ اتصالات

آتیزم یا د اعصابو د ودې ستونزه، ښه والی او مشکلات یې


رپوټونه وايي چې په تېرو پنځوسو کلونو کې د هغو ماشومانو شمېر چې په آتېزم باندې اخته دی څو برابره زېات شوېدی.

ساېنسپوهان اوس د جسمي روغتیا او ټولنېزو عاداتو ترمنځ په اړېکو غورکوي. په دې کې هغوي د انسان په هاضمه سیستم او کولمو باندې څېړنی کړېدي او غواړي چې اړېکې ېې له آتېزم سره پېداکاندي.

د ټمپل گارډین په ښوونځي کې چې د کولراډو ایالت په بولډر نومې ځای کې پروت دی تنکی ځوان پارکر چی په آتېزم اخته دی وايي دا ېوڅه گټی لري.

هغه وایي "د آتیزم لرونکو کسانو د فکر بهیر د ستونزو په حل کې په زړه پورې دی؛ له ډېرو تخلیقی لارونه کار اخلي. نظر دېته چې دېومنځکوره وگړي په څېر د ستونزو د حل لپاره له ډېرو ساده اوبسیطو لارو نه کار واخلي."

ددې کار منفي اړخ دادی چې هغه څوک چې په آتېزم اخته وي؛ هاضمه ېې خرابه وي او له همدې کبله اندېښنه یی زیاته وي ت، تر څنگ یی له ټولنیز پلوه سخته وي چې له خلکو سره خبرې وکړﺉ.

پارکر وايی، " دده په خوراک کې بدلون دده روغتېا او طبیعت ته انکشا ف ورکړیدی." هغه زیاتوي، "زه فکر کوم اوس ېقینا هروخت ډېره کمه بدخلقي، ډېره کمه سخت مزاجي او جنجال کوم."

زیات شمیر څېړونکي دا گومان کوي چې پارکر غواړي ېوڅه وکړي. دکالیفورنېا د ټکنولوژۍ اوساېنس د انستیتوت ېو ساېنس پوه سارکز موزمانین وايي هغه خواړه چې خلک خوری په ملېاردو گټورو بکتریاگانو باندې چی د هاضمځ په نظام کې ژوند کوي، اغېزې لري. په دې کې د بکترایډ فراجیلس بکتریا هم شامله ده.

هغه زیاتوي ، "دغه بکتریا د پریشانۍ او ضطراب حالت ته انکشاف ورکوی، تکراری خوېونو ته هم انکشاف ورکوی او د خبرو اترو مهارت ته هم وده ورکوی.

مازمانېن وايی دغه میکروب هغو مږو ته ورکړل شو چې په آتېزم اخته وې ، دهغوی دکولمو روغتېايی حالت ښه شو، اوبالاخره دهغوي اندېښنې هم ورکې شوې. هغه وايی ددې اغېز به پر هغو انسانانو هم ډېر پراخ وي چې په آتېزم اخته دي.

هغه وايي، " لږ ترلږ په آتیزم باندی د اخته خلکو، په ېوه فرعي څانگه کې، آتیزم دمغزو ناروغی نده. خو ښايي هغه ستونزې چې په کولمو کې دي، هغه په اتیزم باندی اخته خلکو په څېر اعمالو په پېداکولو کې ونډه لري. که چېری څوک د کولمو او خېټی د علاېمو چاره کولی شي، نو په کړنو اوسلوک کې ېې هم انکشاف راتللی شي."

د اریزونا د ایالت له پوهنتون څخه روسا کرازمالنیک هم په انسانانو کې د آتیزم په هکله ورته شواهد پیداکوي.

هغه وايي، "زېاترو خلکو چی څېړنی کولې ، هغو ی به په آتېزم اخته ماشومانو په کولمو کې د پاتوجینز لټه کوله. موږ په هغوی کې د پتو جینز لټه نه کوله. موږ په دې پسې کتل چې په ماشوم کې ښه میکروبونه شته که نه . او موږ دېته ورته نښی نښانی پېداکړلی."

د هغې په لابراتوار کې داسی شېان په مستند ډول پېدا شوېدی چې په اتېزم اخته ماشومانوکې د کولمو مختلف میکروبونه نظر هغو ماشومانو ته کم وی چی په آتیزم اخته نه وي.

دهغی ملگري گومان کوی چی ښايي ددې کار علت د عصری خوراکونو او انټي بېوټک دواگانو ډېر استعمال وي.

داټول څېړونکي په دې موافقه لري چې په دې برخه کې نور ډېر شېان هم دخیل دي نسبت دېته چې د هاضمې، میکروبونو او آتېزم ترمنځ اړېکې پېداکړی شي. خو هغوی په دې باور دي چې دوي په ېوه امېدبښونکې لاره روان دي، او ددوی موندنې ښايي د طبیعت د نورو بی نظمیو لکه ژور خپگان او سودايي توب په برخه کې مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG