د لاس رسي وړ اتصالات

د ځمکې لاندې بند خلک ٢ میاشتې وروسته وژغورل شول


د ځمکې لاندې بند خلک ٢ میاشتې وروسته وژغورل شول
د ځمکې لاندې بند خلک ٢ میاشتې وروسته وژغورل شول

په چلي کې نن د نجات او ژغورنې عملی په نوبت باندی دهغو ٣٣ کارگرانو د را ایستلو کار شروع کړی دی چې د دوو میاشتو نه زیات وخت پورې د چلي په شمال کې په یوه بیدېا کې د ځمکې لاندې په نیم کلیومتر مصافه کې یوه کان کې گیر پاتې وو.

تر اوسه پورې یې ٢٣ تنه کارگران راوېستلي دي. ددغو خلکو د راخلاصولو لپاره د داسې مغلقو او پېچلو عملیاتو نه استفاده کیږي چې پخوا یې مثال نه ؤ لیدل شوی.

په داسی حال کې چه دکورنی غړي او د حکومت ماموران ېې دهرکلی لپاره انتظار باسی ، کارگران په خپل نوبت سره ېو ېو په ېوه فولادی کپسول کی راوېستل کېږی.

لومړی کارگر بېگاه نېمه شپه راووېستل شو. دهغه نوم فلورېن شېو اوا لوس دی چه ېو دېرش کاله عمر لری. دکاگرانو دراوېستلو لپاره دفونېکس په نوم ېومخصوص فولادی کېپسول تېار شوی دی، چې بېگاه د شپې د زېر زمېنی کان هغه ځای ته ورسېده چه کارگران په کی راحصار دي پراته دي.

کارگرانو لس هفتې لمر په سترگو نه دی لېدلی نو ټولو ېې دراوتلو په وخت دلمر دوړانگو نه دخوندی ساتلو په خاطر دلمر عېنکی په سترگو کړی وی.

انجېنرانو شپږ سوه دوه ووېشت مېتره ژور سورې وېستلی دی ، دهر کار گر رواېستل برابر ېو ساعت وخت نیسی چې په دوو ورځو کی به ېې ټول راووېستل شی.

تقربېا دزره ژورنالستان او خبرېالان په دغه ځای کی چه په ېوه غرنئ بېدېا کې پروت دی را ټول شوی دي او د چلی په تلوېوزن باندې ټوله صحنه راسا ښوول کېږی.

XS
SM
MD
LG