د لاس رسي وړ اتصالات

د چین د تیانانمن د دموکراسي پلوه اعتراضونو ۲۵ کلیزه


NET-US-CHINA-INTERNET

NET-US-CHINA-INTERNET

د چین د تیانانمین د چوک د ١٩٨٩ کال د دموکراسي پلوه اعتراضونو کلیزه له ټولو څخه زیات په هانگ کانگ کې په پراخو مظاهرو ولمانځل شوه.

دا ځکه چې د تیانانمن د احتجاج په همدې ورځو کې و چې هانگ کانگ د برتانیې د یونیم سل کلنې واکمنۍ د وروستیو کلنو شپې ورځې تیرولې او خلکو یې د چینایي اعتراض کوونکو په ملاتړ مظاهرې کړې وې.

چینايي شاعر مینگ لنگ په ١٩٨٩ کال کې د هانگ کانگ په جنوب کې د شین زین په پوهنتون کې د یوې مجلې مسول و.

هغه وايي چې په اتیاومو کلونو کې په یو څو ښارونو کې دوي ته دا آزادي میسره وه چې د ١٩٨٩ کال د محصلینو د غورځنگ سره خپل نظر شریک کړي.

هغه وايي « شین زین د چین یوازنی پوهنتون و چې هلته خلکو د هانگ کانگ نه خپریدونکي تلویزوني چینل لیدای شو. هغه وخت خلکو په کورونو کې انتنونه درلودل چې د هانگ کانگ تلویزوني خپرونې ېې پرې کتلای شوی.»

هغه وایي موږ د تیامین د احتجاج ژوندی حال تعقبولی شوو او موږ ددې صحنو په لیدو د احتجاج کونکو سره د هانگ کانگ ملاتړ د ورایه احساسوه.

هغه زیاتوي « په هانگ کانگ کې داسې مظاهرې هم وشوې چې خلکو د چین د بیجنگ تینامین چوک کې مظاهره کونکو ته پیسې را غونډولې. هغه وخت د هانگ کانگ خلکو لیدل چې دوي اته کال پس همدغه چین سره یوځای کیدونکي او تشویش ېې درلودو. د هانگ کانگ خلکو یوه اندیښنه درلوده چې آیا د انگلستان نه د آزادیدو او د چین تر واکمنۍ لاندې په ورتلو سره به هم خپل ځانگړی امتیاز ولري او که نه.»

په هانگ کانگ کې د یکشنبې په ورځ زرهاو خلکو د تیانانمن د ٢٥ کاله پخواني احتجاج په یاد مظاهره وکړه. دې کې یو هم دیموکراسي پلوه، لی چیک یونگ و.
هغه وايي « د هانگ کانگ راتلونکې تر اوسه پورې یوه سوالیه ده. ځکه خو د هانگ کانگ خلک پرله پسې دا غوښتنه کوي چې باید د دوي آزادي او د نورو آزادي د گواښ سره مخ نشي.»

د تیانانمن د ١٩٨٩ کال د تاریخي پاڅون یادونه په داسې وخت کې کیږي چې د هانگ کانگ د ٢٠١٧ او ٢٠٢٠ کال د پلان په اړه بحثونه روان دي.

د هانگ کانگ دیموکراسي پلوه مبارزین دا اندیښنه لري چې چین کوشش کوي چې د انتخاباتو په قانون کې بدلون راولي او آزادي پلوه له کاندید کیدو څخه منع کړي.

د هانگ کانگ یوه استوگنه وان وو، وايي کومه خبره چې نن یې د هانگ کانگ خلک کويو هغه په ١٩٨٩ کال کې د بیجنگ خلکو هم کوله، او ټول سیاسي اصلاحات غواړي.

هغه وايي « ٢٥ کاله پخوا هم محصلینو د دیموکراسۍ دپاره غږ پورته کړی و. نن هم خلک د دیموکراسۍ خوب ویني.»

په داسې حال کې چې د ١٩٨٩ کال د جون د څلورمې د اعتراضیه غورځنگ کلیزه رانیژدې کیږي، د چین واکمنانو د یو شمیر مبارزینو په نیولو لاس پورې کړیدی. ځکه چې دغو لیکوالانو او پوهانو غوښتل چې په پټه توگه د ١٩٨٩ کال د قربانیانو یادونه وکړي.

شاعر مینگ لنگ ددغو قربانیانو په یاد د شعرونو یو کتاب هم چاپ کړیدی. د کتاب شعرونه د جون د څلورمې نیټې د پاڅون قربانیانو ته ځانگړي شویدي.

هغه وايي چې هانگ کانگ لا تراوسه یو څه آزادي لري او غواړي چې دا خوندي وساتي او د چین خلکو ته هم دا پیغام ورسوي چې دوي د هغو سره مل دي.
XS
SM
MD
LG