د لاس رسي وړ اتصالات

چین د افغانستان لپاره ځانګړی استازی وګماره


چینايي مشر له خپل افغان سیال سره .

چینايي مشر له خپل افغان سیال سره .

د رویترز خبري اژانس وایي د چین د بهرنیو چارو وزرات د جولاۍ په اتلسمه د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د افغانستان لپاره یې یو ځانگړی استازی ټاکلی دی.

چین اندېښنه لري هسې نه چې د ۲۰۱۴ کال په پای کې له افغانستان نه د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته، د اورپکۍ لمن د چین ځينو سیمو ته پراخه شي، په خاص ډول له افغانستان سره پر پولې پروت نژدې ایالت شینیانګ ته.

د رویټرز خبري اژانس د چین د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلاميي په بنسټ افغانستان ته د هغه هیواد د نوي ځانګړي استازي د ګمارلو خبر خپور کړی دی.

په اعلامیه کې راغلي " چین او افغانستان د یوبل ملګري ګاونډیان دي. چین په افغانستان کې پراختیايي چارو ته ډېره پاملرنه کوي او دا ژمنتیا هم لري چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ستراتيژیک روابط لا غښتلي کړي، همدا علت و چې د افغانستان لپاره یې ځانګړی استازی وګماره."

افغانستان لپاره د چین نوی استازی سن یوثي نومیږي چې په افغانستان او هند کې د چین سفیر پاتې شوی دی، له افغان حکومت سره د چین د اړیکو د ښه ساتلو او وخت ناوخت له افغان سیاسي ډلو ټپلو سره پر روانو سیاسي چارو خبرې اترې د ښاغلي یوثي د دندې مهمې برخې بلل کیږي .

په واشنګټن کې د امریکا غږ د چینايي څانګې خبریال ینن ونګ وايي افغانستان ته د چین د نوي استازي اصلي هدف دادی چې له دغه هېواد نه د ناټو او امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته بیجنګ په افغانستان کې خپل نفوذ لا زیات کړي.

چین د افغانستان نه د ناتو ځواکونو له وتلو وروسته هغه هیواد ته د ترهگرۍ د خپریدو څخه اندیښمن دی.

چین د افغانستان نه د ناتو ځواکونو له وتلو وروسته هغه هیواد ته د ترهگرۍ د خپریدو څخه اندیښمن دی.

هفه وایي " چین یوازې په افغانستان کې د خپل نفوذ د ساتلو په خیال کې نه دی، په نورو هېوادونو کې یې هم دغه کار کړی دی، چین غواړي چې له افغانستان سره خپل اړیکې دوامداره او غښتلې کړي، تاسو پوهیږﺉ چې چین په افغانستان کې په ډېرو برخو کې پانګونه کوي او له افغان حکومت سره یې پام وړ مالي مرستې هم کړي دي."

ښاغلي ینن وايي بیجنګ دا هم غواړي د ناټو له وتلو وروسته په افغانستان کې پر ترهګرۍ ضد مبارزې هم نژدې څار ولري.

ښاغلي ینن زیاتوي " تاسو به خبریاست چې د چین د شینیانګ په ایالت کې ځینې ترهګریز فعالیتونه شته، چین اندېښنه لري چې د ناټو له وتلو وروسته په افغانستان کې د ترهګرۍ لمنه د چین ځینو برخو ته پراخه نه شي، د چین نوی استازی به په افغانستان او سیمې کې د سولې او ثبات د راوستلو لپاره له دې اړخه هم هلې ځلې وکړي."

چین دا مهال یوازې په سیمه کې نه بلکې د نړۍ په کچه د یو زبر ځواک په توګه مخ په رادبره کېدو دی.

چین له افغانستان سره څه باندې پنځوس کیلومېتره غرنیز سرحد لري، بیجنګ په افغانستان کې د طبیعي زیرمو د راسپړنې په برخه کې پانګونې کوي چې د لوګر د مس عینک کان یې مهمه او لویه پروژه بلل کیږي .

دا مهال امریکا، برتانیا او روسیه د افغانستان لپاره خپل ځانګړي استازي لري .

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند د هند په اندرا ګاندي پوهنتون کې په سیاسي علومو کې ماسټري کړې ده؛ د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی.

XS
SM
MD
LG