د لاس رسي وړ اتصالات

چین وايي د سوریې په برخه کې دعرب لیګ د وړاندیز ملاتړی دی


چین وايي د سوریې په برخه کې دعرب لیګ د وړاندیز ملاتړی دی
چین وايي د سوریې په برخه کې دعرب لیګ د وړاندیز ملاتړی دی

نوي تر لاسه شوي ویډیوګانې ښيي چې د سوریې په پلازمینې دمشق کې پر مظاهره کونکو باندي وروسته له هغه نه چې هغوي د حکومت ضد شعارونه ورکول، ډزې وشوې. په سوریې کې تاوتریخوالی په داسي حال کې مخ پرزیاتیدو دی چې چین په سوریې کې د ټولو ښکیلو خواوو نه غوښتي دي چې د تاوریخوالي څخه دي لاس واخلي.

اسوشیټیډ پریس خبري آژانس وايي چې د نوې ترلاسه شوې ویډیو محتوا، موقعیت او وثوق په مستقله توګه نشي تاییدولای خو ویل کېږي چې دغه ویډیو د شنبې په ورځ ثبت شوې ده او په کښي یوه ډله خلګ د مزې په ښار کې د ولسمشر اسد د رژیم پر ضد شعارونه ورکوي.

په بله ویډیو کې بیا چې هغه هم ویل کېږي د شنبې په ورځ جوړه شوې ده، یوه ډله خلګ د جنازې پر مهال د مزې په ښار کې راغونډ شوي دي.

د فعالینو او په بریتانیې کې د سوریې د بشري حقوقو د څار د ډلې د بیان له مخې د سوریې حکومتي قواوو پر دغو ډلو باندي ډزې کړي دي او لږ تر لږه یو کس یې وژلی دی او څو تنه نور یې ټپیان کړي دي.

د یادونې وړ ده چې په داسي حال کې چې د سوریې په نورو برخو کې هره ورځ د حکومتي قواوو او پوځ نه بیل شویو قواوو ترمنځ نښتي کېږي خو پلازمینه دمشق د دېنه مخکي نسبتا آرامه وو.

فعالین وايي چې د شنبې په ورځ هم په سوریه کې لږ تر لږه څلور کسه ووژل شول.

په سوریې کې تاوتریخوالی په داسي حال کې ادامه لري چې د چین د باندنیو چارو د وزارت مرستیال ژای جون وویل چې حکومت به یې د عرب لیګ د وړاندیز پر اساس د سوریې د منازعې د حل ملاتړ وکړي خو داسي نه ښکاري چې بیجینګ دي ددغه سیمه ایز عربي ایتلاف هغه غوښتنه ومني چې وايي بشر الاسد دي واک پرېږدي.

د چین د باندنیو چارو د وزارت مرستیال ژای جون داسي وویل: ،،چین غواړي چې په سوریې کې تاوتریخوالی پای ته ورسیږي او پر ټولو دخیلو خواوو باندي غږ کوي چې د تشدد نه دي لاس واخلي او د اصلاحاتو د یوه جامع پلان او میکانیزم د جوړولو دپاره دي سره کښیني.،،

په سوریې کې د چین سفارت ویلي دي چې د باندنیو چارو د وزارت مرستیال ښاغلي ژای جون د سوریې د اوپوزیسون د میانه روه مشر قدري جمیل او نورو مشرانو سره لکه لوي حسین او حسن عبدالعظیم سره هم کتلي دي خو دا چي د دوي ترمنځ پر کومو مسیالو باندي خبري شوي دي په دې هکله یې جزیات نه دي ورکړي.

د یادونې وړ ده چې چین په سوریه کې د عرب لیګ د وړاندیز چې موخه یې په دغه هیواد کې د تاوتریخوالي پای ته رسول دي ملاتړ کړی دی په داسي حال کې چې دوې اونۍ مخکي یې د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې د سوریې د رژیم پرضد یو پریکړه لیک ویټو کړ.

د چین د باندنیو چارو د وزارت مرستیال وزیر داسي وویل: ،،زمونږ دریځ په دې برخه کې د سوریې د خلګو پر بنسټیزې ګټې باندي بنا دی. مونږ د سوریې په موضوع کې خپله شخصي ګټې نلرو او په کښي په بشپړه توګه بې طرفه دریځ لرو.،،

ښاغلي جون وویل چې چین د ولسمشر اسد د فیبرورۍ د ۲۶ مې نېټې د ریفوریندم د پلان ملاتړ کوي چې په لړ کې به یې د څو ګوندونو ترمنځ انتخابات وشي او بالاخره به په دې هیواد کې تاوتریخوالی پای ته ورسیږي. خو د سوریې اوپوزیسون او لویدیځ دغه پلان رد کړی دی او وايي چې واقعیت نلري.

په داسي حال کې چې په سوریه کې تاوتریخوالی دوام لري نن د یکشنبې په ورځ ددغه هیواد په جنوب لویدیځ کې وسله والو کسانو یو لوړ پوړی څارنوال او قاضي ووژل.

د سنا خبري آژانس ریپوټ ورکوي چې وسوله والو د اندلیب د ولایت د څارنوال نیدل غزال او قاضي محمد زیاده پر موتړ باندي برید وکړ چې په لړ کې یې دواړه د خپل ډریور سره یوځای ووژل شول.

XS
SM
MD
LG