د لاس رسي وړ اتصالات

په چین کي ۲۸ کسه په چاقوګانو وژل شوي دي


په چین کي د چړو او چاقوگانو په حملو کي لږترلږه ٢٨ کسه وژل شوي او څه د پاسه ١٠٠تنه زخمي شوي دي.

ناپیژندل سوو سړیو چي توري جامې یې اغوستي وې د چین په جنوب کي یې د
( کون مینگ) په ښار کي د اورگاډي په یوه سټیشن کي په خلکو باندي دا حمله وکړه.

د چین رسمي مطبوعاتو دا کار تنظیم شوی او مخکي له مخکي سنجول شوی تروریستي عمل بللی دی.

پولیسو په حمله کونکو باندي ډزي وکړې او پنځه کسه یې په کښي ووژل. دا لا نه ده معلومه چي په هغوي کي څوک نیول سوي دي که نه. د صحنې نه رسیدلي تصویرونه مړي په سرو وینو کي پراته ښيي.

عیني شاهدانو ویلي دي چي حمله کونکي همداسي د سټیشن په خوا ورغلل او په خلکو باندي یې چړې او چاقوگان را وایستل. هیچا څه نه دي ویلي چي دا حمله چا کړې ده او د هغې اصلي سبب هم نه دی معلوم.

چین مخکي په ملکیانو باندي داسي تروریستي حملې د سینکیانگ د ولایت د اسلامي تند لارو بیلتون غوښتونکو کار بللی و.
XS
SM
MD
LG