د لاس رسي وړ اتصالات

په چین کې د نفوس د کنترول تاریخچه:


په چین کې د نفوس د کنترول تاریخچه:

۱۹۵۳: چیني مشرانو د جنین د سقط او د اولاد د مخنیوي په اړه یې یو قانون تصویب کړ، خو د ١٩٥٩ -١٩٦١ کلونو سیاسي پیچلي حالت او قحطۍ دغه قانون وځنډاوه.

۱۹۷۰: د چین نفوس د ۸۰۰ میلیونو تنو څخه واوښت. چین امر وکړ چې د ١٩٧٠ لسیزې د وروستیو پورې د هیواد نفوس باید راکم شي.

۱۹۷۵: چین د هیواد خلک وهڅول چې ښاري میندې او پلرونه له دوو اولادونو او د کلیو خلک له دریو څخه زیات ونه زیږوي.

۱۹۷۹: د چین کمونیست گوند د یواځې یو اولاد د لرلو تگلاره اعلان کړه.

۱۹۸۴: په تگلاره کې په بدلون سره اکثرو کلیوالي کورنیو ته د دویم اولاد لرلو اجازه وکړل شوه.

۲۰۰۱: د چین حکومت د زیږیدونو د قانون د ښه پلي کولو لپاره نوي اقدامات وکړل د دوهم ماشوم په زیږولو جریمه ولگول شوه.

۲۰۰۶: د چین په یو شمیر ولایتونو کې محدودیتونه یو څه راکم کړای شول او هغو کورنیو ته د دوهم ماشوم د لرلو اجازه ورکړل شوه پلرونه او میندې یې د خپلو کورنیو یواځني اولادونه وو.

۲۰۱۳: د دوو اولادونو د لرلو استثنا هغو کورنیو ته چې پلار یا مور یې د خپلې کورنۍ یواځنی ماشوم و، ومنل شوه.

۲۰۱۵: چین ټولو میندو او پلرونو ته د دوه اولادونو د لرلو اجازه ورکړه خو د زمان محدوده یې ورته وټاکله.

XS
SM
MD
LG