د لاس رسي وړ اتصالات

چین غواړي د اعدامولو قانون اصلاح کړي


د چین د سینهوا خبري اژانس وویل، نن دوشنبې د اعدام د کچې د راټیټولو په مقصد یوه قانوني مسوده د چین د خلکو ملي کانگرس ته واستول شوه.

اوسمهال په چین کې ٥٥ جرمونه د اعدام سبب کیږي. هغه جرمونه چې ددې قانوني مسودې له مخې به ددې سترې سزا یعنی د اعدام له لست څخه وایستل شي عبارت دي د وسلو، مهماتو او یا اتومي موادو قاچاق، د پیسو جعل کول او په غیر قانوني بڼه د پیسو راټولول.

د امریکا په سان فرانسیسکو ایالت کې د ډوا هووا په نوم یو سازمان چې په چین کې د سیاسي بندیانو د خلاصون دپاره مبارزه کوي، وايي چین په ٢٠١٣ کال کې ٢۴٠٠ تنه اعدام کړیدي او ښایي چې همدومره کسان به سږ کال هم اعدام شي.

د اعدام شوو کسانو دقیق شمیر د چین د دولت راز گڼل کیږي.

د بشري حقوقو ډلې وايي چې په نړۍ کې د ټولو نه زیات د مرگ سزاگانې په چین کې ورکول کیږي.

د چین نه علاوه د اعدام په سزا ورکولو کې دویم نمبر د ایران هیواد راځي، دریم عراق او څلورم سعودي عربستان دي.

د عفوې نړیوال سازمان د رپوټ لهمخې په ایران کې تیر کال ٣٦٩ کسان اعدام شوي او په عراق کې بیا دا شمیر ١٦٩ ښودل شوی دی.

د چارو کار پوهان وايي چې په چین کې د اعدام د سزا ورکولو له لست نه د دغو نهمو جرمونو راکمول، کومه گټه نه لري، ځکه چې دې سره به هم د اعدام د سزاگانو شمیر کم نشي.

د چین کمونست گوند په هیواد کې د ټولنیز ناراحتۍ ، د ځمکو د غصبولو په سر د خلکو غصې، اداري فساد او د چاپیریال د ککړتیا په وجه اندیښمن دی او غواړي چې په قانون کې سخت بدلونونه راولي. په دې لړ کې تیره اونۍ د چین د کمونیست گوند په عمومي غونډه کې خبرې هم شویدي.

د کمونست گوند په غونډه کې ویل شوي چې قضايي سیسټم به د گوند په امر کار کوي.

ددې سره سره د سیاسي چارو مبصرین وايي که د چین دولت ډیر هم د اصلاحاتو ژمنې وکړي خو په سیاسي وضعه کې کوم ستر بدلون نه راځي.

XS
SM
MD
LG