د لاس رسي وړ اتصالات

د روسیې اقتصادي کړکیچ او په منځنۍ آسیا کې د چین نفوذ


د چین او تاجکستان جمهور رئیسان امام علي رحمن او شی جن پینګ (ارشیف)
د چین او تاجکستان جمهور رئیسان امام علي رحمن او شی جن پینګ (ارشیف)

په تاجکستان کې چې اته میلیونه نفوس لري او اقتصادي یې کمزوری دی، ورځ تر بلې د چین نفوذ په زیاتیدو دی. چین غواړي چې په دې هیواد کې شپږ میلیارده ډالر پانگونه وکړي. دا اندازه پیسې د تاجکستان د درې کلن ناخالص ملي عاید په سلو کې د اویا سره برابرې دي.

د فرانسې خبري اژانس لیکي چې د روسیې اقتصاد په داسې حال کې په راټیټیدو دی چې له یوې خوا د اوکراین د کړکیچ په وجه پرې لویدیځې نړۍ اقتصادي بندیزونه لگولي او له بلې خوا په نړیوال بازار کې د روسیې د تیلو او غازو د صادراتو بیه راټیټه شوې ده، دې وضیعت د روسیې پر متحدو هیوادونو اثر کړی او په ځانگړې توگه د تاجکستان د مروجو پیسو ارزښت رالویدلی دی.

همداشان په زرگونو مهاجرو تاجکانو په داسې حال بیرته کور ته مخه کړې ده چې هلته هم د بیکارۍ او بې روزگارۍ سره مخامخ دي. زیات شمیر نارینه تاجکان په روسیه کې کار کوي خو د هغوی شمیر پع روسیه کې د اقتصادي ستونزو په وجه د ٢٠١۴ او ٢٠١٥ کلونو د لومړیو دریو میاشتو په پرتله اوس څه دپاسه په سلو کې څلویښت راټیت شوی دی.

د وریښمو د لارې اقتصادي کمربند

د چین جمهور رئیس شی جن پینگ په ٢٠١٣ کال کې قراقستان ته د سفر په ترڅ کې د وریښمو د لارې د اقتصادي کمربند څخه په رسمي توگه پرده پورته کړه. هغه مفکوره چې د ایروایشا د پولو اخوا دیخوا په بنسټیزو پروژو کې پراخې پانگونې او د وچې له لارې په سوداگرۍ او اقتصادي اتحاد ولاړه ده.

د چین په لېرې پروت سنکیانگ ولایت کې د بیجنگ اقتصادي بدلونونو په تیره لسیزه کې په چټکی وده وکړه او په دې توگه د منځنۍ آسیا د پنځو هیوادونو څخه د څلورو هیوادونو سره له روسیې څخه په داسې حال کې سوداگرۍ کې مخکې شو چې دا هیوادونه د روسیې عمده تجارتي شریکان دي او سره له دې چې په ١٩٩١ کې یې له مسکو څخه خپلواکي ترلاسه کړې خو روسیې په دغه جدا شوې سیمه کې میلیاردونه ډالر په سړکونو او د پایپلین په جوړولو لگولي دي.

په عامه توگه روسیې د هغه هیواد په پخوانیو جمهوریتونو کې د چین د اقتصادي برلاسي توب په هکله شکایت نه دی کړی، ځکه روسیه او چین دواړه او د منځنۍ آسیا پنځه هیوادونه ټول د شانگهای د همکارۍ د سازمان غړي دي. ټاکل شوې چې د شانگهای سازمان به په راتلونکې اونۍ کې د روسیې په اوفا ښار کې خپله څوارلسمه کلنۍ غونډه وکړي.

روسیه هم هیله منه ده چې د چین د وریښمو د لارې له مفکورې څخه گټه ترلاسه کړي خو ویل کیږي چې د شانگهای د همکارۍ د سازمان دننه د پراختیایي بانک له جوړیدو په وړاندې مقاومت کوي او د رپوټونو له مخې ډاریږي چې په سیمه ییز شراکت کې ښایي د چین د برترۍ سبب شي.

هیجان او ویره

د تاجکستان لپاره چې د منځنۍ آسیا د نورو هیوادونو قزاقستان، ترکمنستان او ازبکستان په پرتله منابع نه لري د چین د وریښمو لار ورته د ژوند او ژغورنې لار ده. چین په دې هیواد کې ٦ میلیارده ډالر پانگونه کوي.

د تاجکستان د پرمختیا او سوداگرۍ د وزارت د بهرنیو اقتصادي اړیکو د څانگې رئیس فرخ سولیف وایي "چین په تاجسکتان کې یو لړ پروژۍ په کار اچوي چې د ستراتیژیکو لویو لارو څخه نیولې د بریښنا ترانزمیژن، سمنتو فابریکې او د سروزرو د کانونو د اخراج پورې چارې په کې شاملې دي."

له بلې خوا په داسې حال کې چې تاجکستان د بهرنیو پورونو نیمایي چې څه دپاسه دوه میلیارده ډالر کیږي چین ته پوروړی دی، داسې اندیښنه شته چې په روسیې باندې د لرغونې تکیه کولو پر ځای تاجکستان ښایي اوس په چین تکیه ولري.

په دوشنبې کې د ختیځ د څیړنو د مرکر رئیس مظفر عالیموف د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې په تاجکستان کې د روسیې رول تیر کال هغه وخت نور هم د پام وړ شو چې د روسیې اقتصادي کړکیچ پر دوی هم اثر واچوه.

د تاجکستان ملي بانک د تیرې چارشنبې په ورځ د چین د پرمختیایي بانک څخه د خپل ثبات لپاره د ٥٠٠ میلیونو ډالرو پور غوښتنه کړې ده چې د عالیموف په وینا دا به د چین لپاره یوه ستره اقتصادي معما وي.

XS
SM
MD
LG