د لاس رسي وړ اتصالات

د چین یو چارواکی د رشوت په تور محاکمه شو


د چین د اورګاډي پخوانی وزیر د یکشنبې په ورځ د رشوت او د خپل واک نه د ناوړه ګټې اخیستو په تور محاکمې ته حاضر کړل سو.


د ژینوا خبري آژانس ریپوټ ورکړ چې د چین د اروګاډي پخوانی وزیر لیو ژیجون د یکشنبې په ورځ محاکمې ته حاضر شو. تراوسه پوري د هغه د محاکمې د نتیجې په هکله څه نه دي ویل شوي بس دومره ویل شوي دي چې د هغه په هکله پریکړه به په راتلونکې کې اعلان شي.

لیو په ۲۰۱۱ کال کې وروسته له هغه نه د خپل دندنې نه ګوښه کړل شو چې پرې د اصولو د شدید نقضولو تور ولګېدی. حکومتي مطبوعاتو پرې تورونه لګولي دي چې زیاته اندازه رشوت یې اخیستی دی او قراردادونه یې خپلو ملګرو ته په غیر قانوني ډول ورکړي دي.

ښاغلي لیو د چین د ،،مرمۍ یا بولیټ ټرین،، په نامه د اورګاډي د شبکې د وسعت د لړۍ مشري کوله چې اوس په نړۍ کې تر ټولو ستره د اورګاډي شبکه ده. دغه پروژه ډيره ګرانه پرېوته او له امله یې د پورونو ستونزې را پیدا سوې. پر دې پروژې باندي دا نیوکه هم کېږي چې په اورګاډي کې د زیات سرعت امکان د مصونیت په قیمت رامنځ ته شوی دی.

د اورګاډي پر سیستم باندي نیوکې هغه مهال زیاتې شوې چې په ۲۰۱۱ کال کې د چین په ختیځ کې د وینژو په ښار کې دوو اورګاډو ټکر وکړ او له امله یې ۴۰ کسه ووژل شول.
XS
SM
MD
LG