د لاس رسي وړ اتصالات

په چین کې زوروره زلزله شوې په سلګونو خلګ یې وژلي


د ژغورنې ډلې هڅې کوي چې د چین د سیچوان په ولایت کې هغه پرتې سیمې ته ځانونه ورورسوي چې په کښي یوې زوروې زلزلې د ۲۰۰ نه زیات خلګ وژلي او د ۱۱ زرو نه زیات یې ټپیان کړي دي.

د زلزلې وروسته د شنبې په سهار حکومتي رسنیوو وویل چې ددغې قوي زلزلې له کبله د لوشان د سیمې ځینو برخو ته د سړک له لارې ورتګ ناممکنه شوی دی او ټلفوني خدمات هم بند شوي دي. د چین د ژینوا خبري آژانس ویلي دي چې یادشوې زلزلې د ولایت په مرکز چینګډو کې هم چې د زلزلې د مرکز په ۱۱۵ کیلومیټري کې موقعیت لري، ودانۍ ویجاړې کړي دي.


د زلزلې وروسته څو سیمه څو نورو کوچنیو زلزلو هم رېږدولې ده.

د چین رسمي خبري آژانس وايي چې د چین ولسمشر زي جین پینګ هدایت ورکړی دی چې د پېښې د قربانیانو د ژغورلو او د تلفاتو د مخنیوي په موخه دي ټول لازم تدابیر ونیول شي. همدغه راز د چین لومړی ویز سیمې ته د ژغورنې د چارو د څار لپاره ورغلی دی.

د امریکا د جیولوژیکي سروې ادارې ویلي دي چې د زلزلې قوت ۶،۶ درجې وو او ۱۳ کیلومیټره د ځمکې لاندي رامنځ ته شوې ده.
XS
SM
MD
LG