د لاس رسي وړ اتصالات

په چین کې په یوه کاڼ کې چاودنې مرګ ژوبله اړولې


د چین رسمي خبري اژانس وایی، د ډبرو د سکرو په کاڼ کې د چاودنې له امله ۱۸ کسه وژل شویدي او کوم پنځه کسه ورک دي.

سینهوا خبري اژانس رپوټ ورکړیدی چې د شنبې په ورځ د چین په جنوب ختیځ ایالت کې د سکرو په دولتي کاڼ کې 28 کارگران وو چې په محلي وخت د ورځې په یوولس بجو د ډبرو د سکرو او گازو له امله چاودنه وشوه. سینهوا وايي پنځه کسه ژغورل شوي دي.

قریب دوه زره خلک تیرکال د ډبرو د سکرو په کاڼ کې د همدغسې پیښو له امله مړه شوي وو. په معادنو کې د مصونیت د معیارونو د نشتوالي له کبله په چین کی د کانونو د را ایستلو ډیرې سختی مرگانۍ پیښې کیږي. خو رسمي احصایی ښیی چې د 2010 او دوه زره یولسم کال ترمنځ په دغو تلفاتو کی 19 فیصده کموالی راغلی دی.
XS
SM
MD
LG