د لاس رسي وړ اتصالات

چین کابل ته نور امنیتي تجهیزات ورکړل


افغان پولیس هڅه کوي‌ چې کابل ته د ورانکارو عناصرو او د چاودیدونکو توکو د قاچاق مخه ونیسي
افغان پولیس هڅه کوي‌ چې کابل ته د ورانکارو عناصرو او د چاودیدونکو توکو د قاچاق مخه ونیسي

چین د کابل د امنیت او پدغه ښار کې د چاودنو او ترهګریزو فعالیتونو د مخنیوي لپاره پولیسو ته د تلاشۍ څلور لوی ماشینونه (سکنرس) ورکړل.

افغان چارواکي وايي دا تجهیزات به کابل ښار ته د ننوتلو په څلورو لویو دروازو کې ولګول شي چې امنیت خوندي کړي.

چین دغه راز څلور سوه امنیتي وسیلې چې د چاودیدونکو توکو په له منځه وړلو او کشف کې به له پولیسو سره مرسته وکړي، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ته وسپارلې.

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر تاج محمد جاهد د چین د مرسته شوو توکو د اسنادو د ترلاسه کولو په مهال وویل چې "چین د افغانستان د خلکو ډیر نږدې ملګری دی چې په بیلابیلو برخو کې رغنده مرستې کوي".

ښاغلي جاهد دغه راز وویل "تمه لرو، چې ددغو سکنرونو په نصبولو سره په کابل کې هیڅ ځانمرګی برید او چاودنه ونه شي".

کابل ښار کله نا کله د ځانمرګو، موټر بم چاودنو شاهد وي او د امنیتي چارواکو په ويناء دا وسایل به ورسره په کشف کې لویه مرسته وکړي.

چین تېره اوونۍ هم د لسګونو ملیونو ډالرو په ارزښت په لومړي وار پوځي مرستې وکړې، چې وسلې او د لېږد الوتکې هم پکې شاملې وې.

XS
SM
MD
LG