د لاس رسي وړ اتصالات

هند او چین یوه داسي سیمه خپلو نقشو ته وړې چې دواړه پرې ادعا لري


هند په هغو ویزو باندي چي چینایي سیلانیانو او مسافرینو ته یې ورکوي د خپلي نقشې د ټاپې وهل پیل کړي دي.

دا کار د چین د نوو پاسپورټونو په ځواب کي شوی دی. په دغو پاسپورټونو کي هغه نقشه لیدل کیږي چي دوې سیمي چي هند یې ادعا کوي په کي ښودل شوي دي او هغه ( ارونا چل پرادیش ) او ( اکساي شین ) دي چي د چین برخه بلل شوې ده.

د هند په نقشه کي ښودل شوي دي چي هغه په هند پوري اړه لري.

ددې نقشې په اړه اختلاف په داسي حال کي ددغو دوو سترو آسیایي هیوادونو تر منځ را پیدا سوی دی چي د هغوي اړیکي چندان ښې نه دي او دا هم سمدستي نه ده معلومه سوې چي هند د چین په خلاف کوم شکایت هم کړی دی که نه.

د چین په پاسپورټونو باندي هغه نقشه ده چې د چین د جنوبي سمندرگي جنجالي سیمي هم په کښي شاملي دي او پر دغو سیمو باندي بیا فلیپین او ویتنام ادعاگاني کوي.

فلیپین او ویتنام ددې نقشې په اړه عکس العمل ښودلی او شکایتونه یې ترتیب کړي دي.

د چین په دې نقشه کي تایوان هم شامل دی.
XS
SM
MD
LG