د لاس رسي وړ اتصالات

داعش چین ته د بریدونو خبرداری ورکړی دی


داعش په خپلې ویډیو کې د چین ضد اویغور جنګیالیو تصویرونه هم خپاره کړي دي
داعش په خپلې ویډیو کې د چین ضد اویغور جنګیالیو تصویرونه هم خپاره کړي دي

د اسلامي دولت ډلې په یوې خپره شوې ویډیو کې چین ته د هغه هیواد دننه د بریدونو کولو ګواښ کړی دی.

چین هڅه کوي چې په مرکزي آسیا، منځني ختیځ او افریقا کې خپل نفود زیات کړي.

د اسلامي دولت د ډلې یوه ویډیو هغه اویغور جنګیالي ښيي چې ددې ډلې لپاره په عراق کې جګړه کوي او ګواښ کوي چې چین ته به ستانه او د وینو سیندونه به وبهوي.

په ویډیو کې هغو تورونو ته اشاره شوې ده چې له مخې یې بیجنګ د سنګیانګ په لویدیځ ولایت کې د ایغور له مسلمانانو سره ناوړه چلند کوي.

د اسلامي دولت ډله ښايي د چین او نړیوال ائتلاف لپاره یو ګډ دښمن واوسي، خو په اړه د دواړو خواو ترمنځ ډیره لږه همغږي موجوده ده.

ددې میاشتې په سر کې د چین جمهور رئیس شي جنپنګ په بیجنګ کې د اقلیتونو مشرانو د یوې غونډې کوربه توب وکړ، خو د بشري حقونو سازمانونه په چین تور لګوي چې د ایغور په وګړو تیری کوي او په مقابل کې بیجنګ پر لویدیځ د دوه ډوله چلند تور لګوي.

چین یو نوی قانون تصویب کړی چې په بهر کې د ترهه ګرۍ پر ضد ماموریتونو لپاره پوځ ځای پرځای کړي، خو نه غواړي چې یوه داسې لاره خپله کړي چې زیات پام ځان ته راواړوي او په یو هدف بدل شي.

XS
SM
MD
LG