د لاس رسي وړ اتصالات

د تیلو پر غني وچو باندي د چین او جاپان ستونزو ملي بڼه غوره کړې


چین او جاپان چې پر کومو وچو باندي د ملکیت دعوا کوي ویل کېږي چې د تیلو غني سرچیني وي او د ماهي ګیرۍ پراخې سیمې ولري.

خو هغه وچې چې په جاپان کې د سینکاکو په نامه یادېږي او په چین کې د دایوو په نامه یادېږي د دواړو هیوادونو ترمنځ د ملت پالنې یوه منبع ګرځېدلې ده او د دواړو اسیایي ګاونډیانو ترمنځ یې اندېښنې رامنځ ته کړي. د دوي ترمنځ جنجال چې دواړو ملي بڼې ورکړي د تیل د معلومیدو نه ډیر پخوا روان وو.


چین وايي چې دغه وچې یې د ۱۴ پیړۍ راهیسي د هیواد برخه ده کله چې د لومړي ځل لپاره د مینګ د شاهي کورنۍ په نقشه کښي راښکاره شوې. بینجګ وايي چې چینیايي کب نیونکو ددغې وچې نه د پیړو راهیسي کار اخیستی دی.


خو جاپان هم پر دغو وچو باندي دعوا لري او وايي چې دوي دغه وچې په کال ۱۸۸۴ کې پیدا کړي دي. جاپان وايي چې دوي په ۱۸۹۵ کې وروسته له هغه نه چې د چین نه یې لومړی جګړه وګټله خپل د هیواد برخه وګرځولې . په هغه وخت کې په دې وچو کې چا ژوند نه کوی. چین پر جاپان باندي اعتراض کوي چې په زوره یې د جګړې وروسته معاهده په امضا کړی دی چې په لړ کې یې چین دغه وچې جاپان ته تسلیم کړې.


جاپان د سینککو وچې د دویمې نړیوالې جګړې وروسته پوري کنټرولولې چې وروسته د امریکا په موقت کنټرول کې راغلې. چین د ۱۹۵۱ کال د سن فرانسیسکو د معاهده په رسمیت نه پېږني چې په لړ کې یې جاپان ددې وچو واک واشنګټن ته انتقال کړ او بیا په ۱۹۷۲ کې امریکا بیرته دغه وچې جاپان ته ورکړې.
XS
SM
MD
LG