د لاس رسي وړ اتصالات

چین کې د ځمکې ښویېدو ١٢٧ تنه ووژل


د چین صدراعظم وین ژیاباو د یکشنبې په ورځ د ملک په شمال لویدیز کې د گانسو ولایت ته ولاړ چیرته چې د ځمکې ښوییدنې له امله لږ ترلږه ١٢٧ کسان وژل شوي او د ٢٠٠٠ په شاوخوا کې نور ورک شوي دي.

د سین هوا دولتي اژانس وايي دغه ځمکه ښوییدنې چې د ډیرو بارانو له کبله رامنځ ته شویده او د تبت په گانسو ولایت کې د شنبې په شپه پېښه شوله، یو کلی یې ترخټولاندې کړیدی.

چیني مقامات وايي سیلابونود یوې ولسوالۍ نیمايي برخه تراوبو لاندې کړیده او پنځوس زره خلک یې اغیزمن کړي دي.

سین هوا وايي چې حکومت دری زره عسکراو روغتیايي ټیمونه دغه سیمې ته استولي دي. اژانس وايي صدراعظم او جمهور رئیس ژغورونکو ډلو ته ویلي دي چې هرڅه په توان کې لري د خلکو په ژغورلو کې ونه سپموي.

سږکال د چین ډیرې برخې بارانونو ځپلي دي او تراوسه پورې د زرونه زیات کسان په مختلفو پېښو کې وژل شويدي.

XS
SM
MD
LG