د لاس رسي وړ اتصالات

چین کې ١٥٠ تنه له خاورو خټو لاندې شوي


چین وایی چی د ملک په جنوب ختیځ کی په سختو بارانونو کې د ځمکې د ښوویدو له امله لږ تر لږه ١٥٠ تنه تر خاورو لاندی شوي دي.

د سینهوا رسمی خبری آژانس خبر ورکوی چی دغه پیښه نن ماسپښین د گیوزو په ولایت کړی شوه .

دغه آژانس زیاتوی چی سیمی ته د ژغورنی عمله ورروانه ده.

د چین په جنوبی سیمو کی تیره اونۍ سخت سیلونه راغلی وو ، لږ ترلږه ٢٣٥ تنه پکی مړه شول او د سلو نه زیات کسان تر اوسه پوری لادرکه دی.

د سختو بارانونو له امله چی د جون د میاشتی د دیارلسمی نیټی راهیسی پیل شوی دی چین ته یی د لس میلیون ډالرو نه زیاته خساره اړولی ده.

XS
SM
MD
LG