د لاس رسي وړ اتصالات

له امریکا وروسته چین هم اعلان وکړ چې دفاعي بودیجه زیاتوي


د چین د ۲۰۱۶ کال دفاعي بودیجه ۱۴۶میلیارده ډالر وه
د چین د ۲۰۱۶ کال دفاعي بودیجه ۱۴۶میلیارده ډالر وه

له هغه وروسته چې امریکا په خپلې دفاعي بودیجې کې د زیاتوالي خبر ورکړ، اوس چین وايي چې دوی هم خپله پوځي دفاعي بودیجه زیاتوي.

بیجنیګ وايي سږکال خپله دفاعي بودیجه اووه فیصده زیاتوي، د راپورونو له مخې د چین د ۲۰۱۶ کال دفاعي بودیجه ۱۴۶میلیارده ډالر وه.

خو د ۲۰۱۷ کال دقیقه پوځي بودیجه به یې د یکشنبې په ورځ معلومه شي چې د چین پارلمان له رخصتۍ وروسته بېرته کار ته راوګرځي. چین به سږکال د خپلو ناخالصو کورنیو عواید ۱.۳ فیصده په نظامي برخه لګوي، تېرکال کې یې ۱.۹ فیصده لګولي وو.

د چین ځیني ګاونډیان د چین په جنوب سمندر کې د بییجینګ د موجودیت د زیاتوالي له کبله اندېښمن دي، دغلته چین ځیني مصنوعي ټاپوګان جوړ کړي چې د پوځي تاسیساتو په شکل ترې کار اخیستل کیږي. خو د چین د پارلمان ویاند فو ینګ وویل چې باید ګاونډیان اندېښنه ونلري.

چین د خپلې دفاعي بودیجې د زیاتوالي خبره داسې مهال کوي چې همدا څو ورځې مخکې ولسمشر ټرمپ وویل چې د امریکا پوځي بودیجه به ۱۰ فیصده زیاتوي، په دغې بودیجې کې افغانستان او عراق هم شامل دي.

په ۲۰۱۵ کال کې د امریکا نظامي بودیجه ۵۹۸ میلیارده ډالر وه، دا شمېره د برتانیا، چین، روسیې، سعودي، فرانسې او جاپان له نظامي بودیجې څخه زیاته وه. دغو اوو هېوادونو په ۲۰۱۵ کال کې ۵۶۷ میلیارده ډالره نظامي بودیجه لرله.

تېرکال مخکني ولسمشر بارک اوباما د نظامي بودیجې لپاره د ۶۲۵ میلیارده ډالرو غوښتنه کړې وه چې ۵۱ میلیارد یې د افغانستان او عراق غوندې هېوادونو کې د جنګ لپاره په پام کې نیول شوي وو.

XS
SM
MD
LG