د لاس رسي وړ اتصالات

جین پینګ راتلونکی ولسمشر وايي لوي آزمایښتونه یې په مخ کې دي


د چین د کمونیست گوند مخکینی مرستیال ژي جین پینگ چې له ډیره وخته تمه کیده د چین د کمونست گوند مشر به و ټاکل شي، نن د گوند د شپږو مشرانو د قطار په سر کې وو .

د کمونسټ گونډ دغه مشران نن د گوند په مرکزي ودانۍ یا د چین دخلکو په لوي دالان کې سره یوځای شول.

دوی به یوځای د چین د پولیټ بیورو د کمیټې غړیتوب ولري، دغه جرگه گۍ د چین دمسایلو په برخه کې د پریکړو ترټولو ځواکمنه کمیټه ده.

تمه کیږي چې ژي جنپنگ به د مارچ په میاشت کې به د چین ولسمشر و ټاکل شي، هغه وویل چې دی د چین دمشرتوب لوي ازمېښتونه په مخ کې لري، خو دی به د چین د یو اعشاره درې ملیاردو چینایا نو د ښه ژوند لپاره مبارزه کوي.

هغه دا ومنله چې کمونسټ گوند باید ځینو ستونزو، لکه فساد او له خلکو سره د تماس نشتوالی ته پام وکړي.
XS
SM
MD
LG