د لاس رسي وړ اتصالات

چین هم د نوبل د جایزې ورکړه پیل کړه


چین هم د نوبل د جایزې ورکړه پیل کړه
چین هم د نوبل د جایزې ورکړه پیل کړه

د سولې دجایزو د ورکولو لپاره ېو نوی سازمان چې په چین کې جوړ شوی دی وايي چې خپله لومړۍ جاېزه به سبا د پنجشنبی په ورځ ورکړی.

دا اعلان ېوه ورځ مخکې د هغې کېږي چې د نوبل د سولې جاېزه د جمعې په ورځ د ناروې په پاېتخت اوسلو کې یوه چېني قېدي لېو ژېابو ته ورکول کیږي.

دری اونۍ مخکې د چېن ېوې ورځپاڼې دا مشوره ورکړې وه چې چېن باېد د دConfecious Peace Prize په نامه د سولې ېوه جاېزه اعلان کړي.دغه جایزه د چین د ېوه مشهور فلېسوف کانفېوشیس په نامه نومول شوې ده.

د چین حکومت خپل ډېر کوښښ کوي چې ژېابو ته د نوبل دسولې دجاېزې د ورکولو مراسم بې اعتباره کړي. چین د نړۍ په یو شمېر هېوادونو باندې فشار زېات کړی دی چې د جایزې ورکولو په مراسمو کې دې برخه نه اخلي.

د چین د سولې د دې نوې جاېزې منتظیمن وایي چې خپله لومړۍ جایزه به د تایوان د جمهور رئیس ېوه پخواني مرستیال لین چین ته ورکوي ځکه چې هغه د تایوان او چېن ترمنځ دسولې لپاره ډې رکار کړی دی.

ښاغلی لېن په ٢٠٠٥ مېلادی کال کې دتاېوان دملت پا ل گوند رېس ؤ او دچېن سره ېې دتاېوان دډېری زړی دښمنئ په کمولو کی مهم رول لوبولی ؤ.

د چېن دسولې د جایزې لپاره د نورو کاندیدانو په جمله کې د جنوبي افریقا پخوانی جمهور رئیس نېلسن منډېلا، امریکايي بشر دوست بیل گېټس،

د فلسطین جمهور رئیس محمودعباس او د بیجنگ له خوا ټاکل شوی یو بوداېې ستر راهب پنچېن لاما نومونه شامل وو.

د چین په یوه کان کې اور لگېدلی

د چېن دولتي مطبوعات وايي چې د ډبرو د سکرو په یوه کان کې د چاودنې له امله ٢٦ کسان مړه شوي دي.

گومان کېده چې دغه کان به تړل شوی وي ځکه چې کار کول په دې ډېر خطرناک ؤ.

د چین خبري سرچېنې وایي چې چاودنه د سه شنبی په ورځ دهېنان په مرکزي ولایت کې په یوه کان کې وشوه. شل کسان روغ رمټ ژغورل شوي دي.

خبري رپوټونه وایي چې دغه کان دولتي انحصاراتو په خپله قبضه کې نېولی ؤ او توقع کېده مخکې ددې نه چې کار په کې شروع شي، لومړی به یې خطرونه محوه کړی شی.

XS
SM
MD
LG