د لاس رسي وړ اتصالات

له شمالي کوریا څخه د چین کم سارې غوښتنه


چین له شمالي کوریا څخه غوښتي چې د اټومي وسلو او بالستیک توغندیو آزمویل بند کړي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر، وانګ يي په بیجینګ کې یوې خبرې غونډې ته د وینا پر مهال له امریکا او سویلي کوریا څخه هم وغوښتل چې خپل ګډ پوځي تمرینات ودروي.

شمالي کوریا د امریکايي او سویلي کوریا د سرتیرو د تمریناتو په غبرګون کې د دوشنبې په ورځ [ مارچ ۶] څلور بالستیک توغندي وتوغول چې ورسره په سیمې کې د دوو کوریا ګانو ترمنځ کړکیچ یو ځل بیا زور واخېست.

وانګ یی ټولې غاړې د سولې خبرو ته راوبلل ویې ويل: "په لومړي ګام کې شمالي کوریا خپل اټومي فعالیتونه وځنډوي او ورسره متحده ایالتونه او سویلي کوریا خپل پراخ پوځي تمرینات ودروي. کله چې داسې وشول نو دواړه غاړې دې روانه امنیتي لانجه ختمه کړي او د خبرو میز ته راوګرځي. وروسته به موږ د دوه اړخیزې تګلارې پر بنسټ، د اټومي بې وسلې کولو مسله ومنو او د سولې داسې یو میکانیزم به رامنځته کړو چې په برابره توګه د ټولو غاړو اندېښنې له منځه یوسي."

د شمالي کوریا لخوا د بالستیک توغندیو له آزموینې سملاسي وروسته، متحده ایالات په سویلي کوریا کې د "تآد" په نامه یو پرمختللی دفاعي سیسټم ځای پرځای کړ. دغه دفاعي وسله کولې شي لنډ او منځني واټن ویشتونکي بالستیک توغندي تعقیب او له منځه یوسي.

چینايي مقامات د امریکا لخوا په سیمې کې ددغه دفاعي سیسټم نصب کول د خپل ملي امنیت لپاره یو خطر وباله.

وانګ یي وویل: "د توغندیو ضد تآد سیسټم د څارنې او ګواښ لمنه د کوریا تر ټاپوزمې پراخه ده او پردې ټول پوهیږي چې د چین د ستراتیژیک امنیت د زیانمنولو لپاره ځاي پرځاي شوی دی. نو د تآد نصبول په څرګنده یوه غلطه پریکړه ده."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت، پرون وویل چې د تآد توغندي نه یواځې د شمالي کوریا د برید پر وړاندې د سویلي کوریا د دفاع لپاره، بلکه په سیمې کې د امریکايي پوځيانو د ساتنې په موخه ځاي پرځاي شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند مارک تونر خبریالانو ته د خبرو پر مهال وویل: "د شمالي کوریا دوامداره پاروونکي چلند او اعمالو ته په کتو، متحده ایالتونه په سیمې کې له خپلو شریکانو او ملګرو سره د شمالي کوریا د وسلو پروګرام لخوا د رامنځته شوي ګواښ پر وړاندې کار کوي."

په ورته وخت کې د امریکا جمهور رئیس، ډونالډ ټرمپ د جاپان او سویلي کوریا له رهبرانو سره په جلا ټېلفوني خبرو کې ډاډ ورکړی چې واشنګټن د هر ډول ګواښ پر وړاندې به لدغو دواړو هېوادونو څخه ملاتړ وکړي.

XS
SM
MD
LG