د لاس رسي وړ اتصالات

چین او پاکستان تازه لوزنامې لاسلیک کړې


چین او پاکستان تازه لوزنامې لاسلیک کړې
چین او پاکستان تازه لوزنامې لاسلیک کړې

د چین صدراعظم وین جیاباو پاکستان ته خپل درۍ ورځنئ سفر پرون پای ته ورسوه.

ښاغلي وین جیاباو د پاکستان پارلمان ته وویل چی د چین موقف روښانه دئ او غواړي چې د پاکستان او نړیوالی ټولنی سره په دوامداره توگه د تروریزم پرخلاف مبارزه وکړي.

وین جیاباو پرون د پاکستان پارلمان ته په خپله وېنا کې وویل چی د تروریزم نښی نښانی او ریښی باید ورکی شی.

ویل کیږی چی په ښکاره د افغانستان سره د پاکستان په سرحد کی د یاغیانو مرکزونه پراته دي.

د ښاغلي وین جیاباو د سفر په وخت کی چین او پاکستان د میلیاردو ډالرو په ارزښت تجارتي تړونونه لاسلیک کړل.

د پاکستان صدراعظم یوسف رضا گیلاني وویل چی پاکستان چین دی ته هڅوی چی د جنوبی آسیا په دی ملک کی پانگه اچونه وکړي.

پاکستان دغه راز وایی چی چین ورسره موافقه کړی چی د سیلاب ځپلو سره به ٢٢٩ میلیون ډالره مرسته وکړی او ۴٠٠ میلیون ډالره به د قرضی په توگه ورکړی.

XS
SM
MD
LG