د لاس رسي وړ اتصالات

ارګ د ترهګرۍ خلاف د چین د میکانیزم هرکلی وکړ


ولسمشر غني د چین لوی درستیز ته دا خبره هم وکړه چې باید له کوم توپیر پرته له ترهګرۍ سره مبارزه وشي او دا چې ښه او بد ترهګر نشته.
ولسمشر غني د چین لوی درستیز ته دا خبره هم وکړه چې باید له کوم توپیر پرته له ترهګرۍ سره مبارزه وشي او دا چې ښه او بد ترهګر نشته.

ولسمشر محمد اشرف غني د چین د هغه وړاندیز ملاتړ کړی، چې غواړي د پاکستان او تاجکستان په ګډون د سیمې په کچه د ترهګرۍ پر ضد یو نوی میکانیزم جوړ کړي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال ظفر هاشمي د امریکا غږ اشنا ته وویل "د چین لوی درستیز له افغانستان نه وغوښتل چې د ترهګرۍ پر ضد هغه سیمه ییز میکانیزم کې ورګډ شي، چې چین یې د جوړېدو وړاندیز کړی او پر چین سربېره، پاکستان او تاجکستان په کې دي، ولسمشر د دغه وړاندیز ننګه وکړه".

ښاغلي هاشمي وايي ولسمشر غني د چین لوی درستیز ته دا خبره هم وکړه چې باید له کوم توپیر پرته له ترهګرۍ سره مبارزه وشي او دا چې ښه او بد ترهګر نشته.

د ولسمشر ویاند وايي د چین لوی درستیز ژمنه وکړه چې په همدې را روان پسرلي کې به د ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د سیمې په کچه یوه غونډه هم جوړوي، د دغې غونډې د جوړولو وړاندیز څه موده مخکې کابل کړی و او بیجینګ هم منلی دی.

د چین لوی درستیز، جنرال فان فین هوی له شاوخوا دوو ورځو راهیسې په کابل کې دی او د افغان حکومت له مشرانو سره په خبرو بوخت دی.
د چین لوی درستیز، جنرال فان فین هوی له شاوخوا دوو ورځو راهیسې په کابل کې دی او د افغان حکومت له مشرانو سره په خبرو بوخت دی.

نوی مکانیزم

له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د دغه نوي سیمه ییز میکانیزم په اړه ډېر جزییات ورکړل شوي نه دي. څلور سره هیوادونه – افغانستان، چین، پاکستان او تاجیکستان – د اسلامي اورپکو او ترهګرو ډلو له اړخه ژورې امنیتي اندیښنې لري.

پداسې حال کې چې په لسګونه زره امریکايي او ناټو ځواکونه له افغانستان نه وتلي، په سیمه کې داسې اندیښنې پیدا شوي چې ښايي اورپکي ډلې بیا په افغانستان کې واکمنې شي او په دې توګه سیمه ییز امنیت وګواښوي.

د سیاسي چارو کارپوه مطیع الله اباسین د امریکا غږ اشنا ته وویل چې په شینګ یانګ ایالت کې د اویغور اورپکو له اړخه امنیتي اندیښنې ښايي یوه بله انګیزه وي چې چین غواړي په سیمه ییزه کچه د ترهګرۍ پر ضد مبارزه وشي.

هغه وویل " چین پوهیږي چې په سیمه کې اوس امنیتي اندېښنه د طالبانو له اړخه نه ده، بلکې اوس داعش هم دلته پېدا شوې او د داعش هدف منځنۍ اسیا ده چې دا خبره د چین اندېښنه پارولې او فکر کوي چې باید يې پر ضد ګډه مبارزه وشي."

چین، چې له پاکستان او افغانستان سره اوږدې پولې لري، په دې وروستیو کې په کې وخت ناوخت د ناامنۍ ځینې پېښې شوي دي چې، پړه یې تر ډېره پر مسلمان اویغوریانو اچول شوې ده.

چین له پاکستان نه هم د دغو اویغوریانو د ځپلو په برخې کې د مرستې غوښتنه کړې وه.

په تاجکستان کې هم وخت ناوخت د نا امنۍ پېښې او ترهګریز بریدونه کیږي او داسې راپورونه هم شته چې د دغه هېواد د اسلامي غورځنګ غړي په اسانۍ سره د پاکستان او افغانستان سرحدي سیمو ته تګ راتګ کولی شي او له طالبانو سره نژدې اړیکې لري.

د چین لوی درستیز، جنرال فان فین هوی له شاوخوا دوو ورځو راهیسې په کابل کې دی، هغه د ولسمشر غني، ملي امنیت د مشاور، دفاع سرپرست وزیر او نورو لوړ پوړیو افغان چارواکو سره لیدلي او خبرې کړي دي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG