د لاس رسي وړ اتصالات

چین غواړي د پاکستان سره تجارتي اړیکې نورې هم زیاتې کړي


چین غواړي د پاکستان سره تجارتي اړیکې نورې هم زیاتې کړي
چین غواړي د پاکستان سره تجارتي اړیکې نورې هم زیاتې کړي

ټاکل شوې چې پاکستان ته نن د چین د جمهور ریس وین جیاباو د سفر په دویمه ورځ چین او پاکستان د لسو میلیارد ډالرو په ارزښت یو بل تجارتي تړون لاسلیک کړي.

چین او پاکستان پرون د جمعی په ورځ دیارلس اقتصآدي قراردادونه لاسلیک کړل.د پاکستان د اطلاعاتو وزیر قمر زمان وویل چی چین موافقه وکړه چی د سیلاب ځپلو سره د مرستی په خاطر پاکستان ته ٢٢٩ میلیون ډالره ورکړي او هم ۴٠٠ میلیون ډالره نور ورته د قرضی په توګه ورکړي.

د اطلاعاتو وزیر وویل چی چین به په ٣٦ پروژو کی د پاکستان سره مرسته وکړي چی مجموعآ د ټولوو دغو پروژو ارزښت به ١۴ میلیارد ډالره وي.

پاکستان ته د چین د جمهور ریس سفر که څه هم تجارتی تړونونو ته متمرکزه ؤ ، خو د چین او پاکستان د ټینګو اړیکو نمایدنګی کوی.

XS
SM
MD
LG