د لاس رسي وړ اتصالات

چین د لومړي ځل لپاره د فلسطین د مشر کوربتوب وکړ


د چین ولسمشر، شي جېن پېنګ د منځني ختیځ په چارو کې د خپل هیواد د غټې ونډې د اخیستو خوا ته گام پورته کړیدی او د فلسطین د رهبر محمود عباس کوربتوب کوي.

دا د شي جین پینګ د ولسمشر کېدو راهیسې چې د مارچ په میاشتې کې دې مقام ته رسیدلی دی، چین ته د منځني ختیځ د یو مشر لومړی سفر دی.

د هرکلي د مراسمو نه وروسته د دوشنبې په ورځ دواړو مشرانو د چین د خلکو په لوي تالار کې لیده کاته وکړل.

حکومتي چارواکي وایي چې دغو دواړو مشرانو په دوه اړخیزو مسلو، او همدغه راز په نړیوالو او سیمه ایز اندیښنو خبرې وکړې.

ښاغلی عباس به د سې شنبې په ورځ، د چین نه بیرته خپل هېواد ته ستون شو.
ټاکل شویده چې د روانې هفتی په پای کی به ولسمشر شي جېن پنګ د اسرایلو د لومړي وزیر بن یامن نیتیانیاهو سره هم وګوري.
XS
SM
MD
LG