د لاس رسي وړ اتصالات

د چین نوي لومړي وزیر لي گیګنګ د امریکا له خوا د انترنیټي غلاګانو لګول شوي تورونه رد کړیدی او ویلي یې دي چې دغه دواړه هیوادونه باید په یو بل بې بنیاده تورونه ونه لګوي. نوموړي ویلي دي چې پرځای یې باید د کمپیوتري مصونیت دپاره دواړه هېوادونه یو ځای کار وکړي.

ښاغلي لی د یکشنبې په ورځ د خلق ملي کانگرس د غونډو په اخر کې وویل چې پخپله چین د کمپیتوټري غلاگانو سره مخ دی او ددغسی فعالیتونو ملاتړ نه کوي.
د امریکا د خزانې نوی وزیر جکوب لیو په دې هفته کې چین ته ځي چې د اقتصادي مسایلو په هکله په یوې غونډه کې برخه واخلي.

په دې غونده کې د امریکایي کمپنیوو د کمپیوټري سیستمونو په خوندیتوب هم خبری اترې کیږي.
XS
SM
MD
LG