د لاس رسي وړ اتصالات

د چین د نظامي مرستو لومړنۍ جوپه کابل ته ورسېدله


تیرکال چین ته د ولسمشر غني د سفر په وخت چینایي چارواکو هغه سره افغان امنیتي ځواکونو ته د پوځي مرستو د برابرولو ژمنه کړې وه.
تیرکال چین ته د ولسمشر غني د سفر په وخت چینایي چارواکو هغه سره افغان امنیتي ځواکونو ته د پوځي مرستو د برابرولو ژمنه کړې وه.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر وايي له افغانستان سره د چین، هند، روسیې او د ناټو نظامي مرستې او د ترهګرۍ په ضد درېدل، د ترهګرۍ حامیان ګوښه کوي.

ښاغلي اتمر د یکشنبې په ورځ په کابل کې د چین د لومړنۍ نظامي مرستې د رسېدو په مراسمو کې وویل چې له افغانستان سره د چین دا نظامي مرسته ترهګرو او د ترهګرو ملاتړ کوونکو ته دا پيغام ورکوي، چې چین د ترهګرۍ په ضد جګړه کې له افغانستان سره دی.

چین له افغانستان سره د لومړي ځل لپاره نظامي مرستې وکړې، چې پکې د انتقالاتي طیارو په شمول، وسلې، تجهیزات، مهمات، لوژستيکي وسایل او نظامي وسایط شامل دي.​

ددغو نظامي مرستو لومړۍ جوپه افغانستان ته را ورسېده، خو نورې مرستې د انتقالاتي طیارو په شمول په را تلوونکو میاشتو کې په مسلسل ډول افغانستان ته سپارل کیږي. د چین ددغو نظامي مرستو د سپارلو په مهال د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر او په کابل کې د چین سفیر حاضر ول.

د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر وویل چې دا نظامي مرستې د لسګونو ملیونو ډالرو دي او له زیات نظامي او امنیتي اهمیت نه برخمنې دي. د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر وویل چې چین او افغانستان له ګډ دښمن سره مخ دي او هغه ترهګري ده.

نوموړي وویل "د چین دا مرسته د ترهګرو حامیانو ته دا واضح پيغام ورکوي، چې دوی یو انتخاب ولري، یا د افغانستان حکومت، ناټو د قاطع ملاتړ ماموریت، د سیمې د هیوادونو په څنګ کې له ترهګرۍ سره په مبارزه کې ودریږي او یا دې د ترهګرو څنګ کې".

اتمر د چین دا نظامي مرسته یو مهم تغییر وباله. د ملي امنیت سلاکار دا هم وویل چې د چین د نننۍ نظامي مرستې، پدې وروستیو کې د هند، روسیې او د ناټو نظامي ملاتړ د ترهګر حامیان منزوي کوي او ورو ورو د انزوا خواته یې کاږي.

حنیف اتمر وویل "دا چې ترهګر دوست نه لري، همداسې به د ترهګرو حامیان هم نور دوستان و نه لري". ها خوا بیا په کابل کې د چین سفیر یاو جینګ وویل د چین دا نظامي مرستې له افغانستان سره د پراخو اړیکو برخه دي او دا چې افغانستان د انتقال په مهم پړاوو کې دی، نو چین ځکه دا مرستې کړي دي.

د چین دا نظامي مرستې د چین او افغانستان ترمنځ د لاسلیک شوې موافقتنامې په اساس شوي دي او ژر به چین افغان پولیسو ته مجهز سکنرونه هم ورکړي. د چین دوهمه نظامي جوپه د مرستو به د اګسټ په میاشت کې افغانستان ته ورسیږي.

دا لومړی وار دی، چې چین له افغانستان سره نظامي مرستې کوي، تر دې وړاندې چین په نورو اقتصادي او د بیارغونې په برخو کې مرستې کړې وې.

XS
SM
MD
LG