د چین ولسمشر هو جین تاو نن د روسیی صدراعظم ولادیمیر پوتین ته د چین یوه
پخوانی ملگری په شان ښه راغلاست ووایه. هغه وویل بیجنگ ته د ولادیمیر پوتین دوه ورځنی سفر ددواړو هیوادونو اړیکی لا پیاوړی کوی.
دواړو مشرانو مخکی لدی چی د بندو دروازو تر شا خصؤصي خبرو ته سره کینی یو له بله ټوکی ټکالی وکړی او د خپل منځي اړیکو د لا ټینگښت دپاره یی د لا همکاریو ژمنی تازه کړی.
تر دی وړاندې ښاغلي پوتین د خلکو د ملي کانگرس مشر و بنگ وو ته وویل چې د چین سره دا اړیکی د روسیی د خلکو په گټه تمامیږی.