د لاس رسي وړ اتصالات

چین د جي ۷ د مشرانو څرګندونې غیرې مسؤلانه وګڼلې


د نړې د اوو سترو صنعتي هیوادونو د مشرانو سږنۍ کلنۍ غونډه په جرمني کې وه.

د نړې د اوو سترو صنعتي هیوادونو د مشرانو سږنۍ کلنۍ غونډه په جرمني کې وه.

چین د نړۍ په اوو سترو صنعتي هیوادونو سخت انتقاد کړی او وایي چې په جنوبي بحیرې کې د ټاپوګانو د جنجالي مسلې په هکله دغو هیوادونو غیرې مسؤلانه څرګندونې کړیدي.

د نړۍ د اوو سترو صنعتي هیوادونو (جې ۷) مشرانو په جرمنې کې د عالي غونډې په پای کې په یوې اعلامیې کې د آسیایي هیوادونو تر منځ په بحر کې د ځمکې پر سر د جنجالونو په اړه اندیښنه ښودلې وه او د ټولو ډلو نه یې غوښتی و چې د نړیوالو قوانینو درناوی دې وکړي.

په اعلامیې کې ویل شوي و چې " مونږ د تهدید، زور ښودنې، د اوسني وضعیت د بدلولو لپاره یو اړخیز اقدامات او په زیاته اندازه د ځمکې د ملکیت د ادعا سره کلک مخالفت لرو. "

د دغو څرګندونو اشاره په جنوبي بحیرې کې د چین هغو هلو ځلو ته وه چې پدې بحیرې کې وړې ټاپوګانې جوړوي او د ملکیت ادعا یې کوي.د چین د بهرنیو چارو وزارت د نړۍ د اوو سترو صنعتي هیوادونو دا اعلامیه رد کړېده او وایي چې " د حقیقت نه لیرې ده."

چین ادعا لري چې تقریباً دا ټوله بحیره د هغوي خاوره ده. پدې بحیرې کې ښه پریمانه کاني مواد شته دي او ګڼ شمیر کښتۍ پکې تګ راتګ کوي. د چین تر څنګ برونای، مالیزیا، تایوان او ویتنام هم د دغې بحیرې د ملکیت ادعا لري.

چین کوښښ کوي چې د دغو ټاپوګانو په جوړولو سره سوکه سوکه، په جنوبي بحیرې کې ټولې جنجالي سیمې د ځان کړي. د چین دغه کار ګاونډی هیوادونه مجبوره کړي چې د نورو هیوادونو سره پوځي تړونونه وکړي.

د بیلګې په توګه د فلپین ولسمشر ویلي دي چېد جاپان سره به یو پوځي قرارداد لاسلیک کړي. خو کارپوهان بیا وایي چې دا هیواد د جنوبي آسیا په هیوادونو کې تر ټولو کمه پوځي بودیجه لري. دوي وایي چې د جاپان سره د فلپین یو ځای کیدل به د دې هیواد سره یو څه مرسته وکړي خو زیاتوي چې د چین مخالفت هم آسانه ندی.
پخپله جاپان هم د چین په ختیځه بحیره کې د دغه هیواد سره د پخوا راهیسې د ځمکې په سر جنجال لري.

په عین حال کې مالیزیا نن ویلي دي چې د بورنیو ټاپو ته د چین د ساحلي ځواکونو یوه کښتۍ په غیرې قانوني ډول ورغلې ده او پدې اړه به چین ته خپل رسمي اعتراض وړاندې کړي.
فلپین ادعا کوي چې هغه اوه غټې ډبرې چې چین پکې وړې ټاپوګانې جوړوې شاوخوا اته سوه هکتاره ځمکه کیږي چې په اکثرو کې یې جنګي کښتۍ ځای پر ځای کیدلی شي او یا د پوځي الوتکو د پرواز او کښیناستلو سیمه پکې جوړیدای شي.

XS
SM
MD
LG