د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د چین یو جاسوس نیولی دی


امریکا د چین یو جاسوس نیولی دی

امریکا د چین یو جاسوس نیولی دی

په هغه امریکایي سړي باندي چي غوښتل یې د مرکزي استخباراتو په اداره کي کار پیدا کړي او له دې لاري د چین د پاره جاسوسي وکړي، د څلورو کالو بند سزا را ختلې ده.

د امریکا د عدلیې وزارت وایي چي په ٢٨ کلن ( ګلین ډفي شرایور ) باندي د جمعې په ورځ د ویرجینیا د ایالت په یوه فیډرالي محکمه کي په دې تور دا سزا را وختله چي هغه غوښتل د چین د استخباراتو مامورینو ته د امریکا د ملي دفاع اطلاعات ورسوي.

هغه په محکمه کي په دې اقرار وکړ چي دده هدف داو چي د امریکا د فیډرالي حکومت په کوم وزارت یا اداره کي ځان ته کار پیدا کړي چي د ملي دفاع پټ او سري اطلاعات ترلاسه کړي.

د عدلیې وزارت وایي چي ( شرایور ) د ٢٠٠٥ کال او ٢٠١٠ کال ترمنځ وختونو کي کوشش کړی و چي په( سي آي اې ) کي کار پیدا کړي او په همدې موده کي چینایي افسرانو هغه ته په بیلو بیلو قسطونو ٧٠ زره ډالر ورکړي و چي د هغه ددې دوستۍ مننه وکړي

XS
SM
MD
LG