د لاس رسي وړ اتصالات

د چین ورځپاڼه: د غرب ملاتړ په سوریه کې کورنۍ جګړه پیلولای شي


د چین ورځپاڼه: د غرب ملاتړ په سوریه کې کورنۍ جګړه پیلولای شي
د چین ورځپاڼه: د غرب ملاتړ په سوریه کې کورنۍ جګړه پیلولای شي

یوه چیناییي ورځپاڼه لیکي چې د سوریې د مخالفینوسره د لویدیځ ملاتړ په دغه نارامه هیواد کې کورنۍ جگړه جوړولی شي. حکومتي ورځپاڼې پیپلز ډیلي نن تبصره کړیده چې که چیري په سوریه کې کورنۍ جگړه پیل شی نو بیا د خارجي نظامي مداخلې ضرورت پیښیږي.

دغې ورځپاڼې همدغه راز وویل چې د ملگرو ملتونود امنیت د شورا پریکړه به چې د عرب لیگ پلان یی منظور کړی دی او هغه د سوریي د ولسمشر استعفا غواړي په سوریه کې د لا نور تشدد سبب شي.

چین او روسیې د لویدیځ په ملاتړ د عرب لیگ پلان د دې میاشتې په شروع کې رد کړ.

د چین بله حکومتي ورځپاڼې گلوبل ټایمزنن رپوټ ورکړیدی چې چین ، د سوریې د بحران د حل کولو دپاره د عرب لیگ د هلو ځلو ملاتړ کوي. دغه ورځپاڼې همدغه راز ویلي دي چې چین د سوریی د حکومت او مخالفینو څخه غواړي چې جگړه بنده کړي او د ټولو ډلو په ګډون سیاسي خبرې پیل کړي.

XS
SM
MD
LG